دخپریدو نیټه : 2015-09-14 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د کوچنیو او منځنیو پورونو لړۍ کلیوالي سیمو ته غځېږي
احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د افغانستان بانک د «عامه اعتباراتو د ثبت سیستم» له لارې په هېواد کې د کوچنۍ او منځنۍ سوداګرۍ د ودې په موخه د پورونو د ورکړې لړۍ کلیوالي سیمو ته غځوي.
د افغانستان بانک په همدې موخه پرون له ۱۳ غیر دولتي مالي بنسټونو سره جلا تړونونه لاسلیک کړل.
دغه تړونونه د افغانستان بانک د دویم مرستیال عیسی خان تراب او د یادو دولسو مالي بنسټونو د استازو ترمنځ په کابل کې لاسلیک شول.
د افغانستان بانک چارواکي وايي دغه پروګرام د امریکا د متحده ایالتونو د پراختیايي ادارې په مرسته د هېواد په ښاري او لرې پرتو سیمو کې پلی کېږي.
د امریکا پراختیايي اداره (یو.اېس.آی.ډي) د دغه پروګرام د پلي کولو په موخه ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.
د عامه اعتباراتو د ثبت په سیستم کې د پور اخیستونکو کسانو او شرکتونو بشپړ معلومات ثبتېږي چې د اړتیا پر مهال ترې استفاده کېږي.
د افغانستان بانک مرستیال تراب رسنیو ته وویل چې تر اوسه د اعتباراتو سیستم له لارې د پورونو د ورکړې پروګرام یوازې پر ښارونو تمرکز درلود او یوازې د بانکونو له لارې دغه پورونه ترلاسه کېدای شوای.
خو د هغه په وینا تر دې وروسته به د دغو تړونونو پر بنسټ د هېواد په ټولو سیمو کې خلک پورونو ته لاسرسی پیدا کړي.
د افغانستان د مالي بنسټونو د ټولنې مشر حشمت سیر امرخېل غونډې ته وویل چې د تړون له مخې یاد دیارلس مالي بنسټونه مکلف دي چې د هېواد لرې پرتو سیمو ته خپل خدمتونه وغځوي.
د هغه په وینا دغه بنسټونه به کوچنیو او منځنیو کاروباریانو ته د پورونو اسانتیاوې برابروي او د دې ترڅنګ به د پورونو د ورکولو په برخه کې خلکو ته معلومات او پوهاوی هم ورکوي.
هغه زیاته کړه، هغه څوک چې انټرنېټ ته لاسرسی لري، کولای شي چې په پرلیکه توګه ۲۴ ساعته دغو خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.
امرخېل وویل، چې یاد دیارلس مالي بنسټونه د اعتباراتو د ثبت سیستم له لارې کولای شي چې د پور اخیستونکو سوابقو ته په کتو سره هغوی ته د پورونو د ورکړې اسانتیاوې برابرې کړي.
د هغه په وینا که دغه سیستم ته مراجعه وشي معلومېږي چې دغه کس مخکې له کوم مالي بنسټ څخه پورونه اخیستي دي او که نه؟ او که اخیستي یې وي، څومره دي؟
امرخېل وايي چې د دغه سیستم له لارې هېوادوال کولای شي چې له ۲۰ زرو څخه تر ۳ زرو ډالرو پورې پورونه ترلاسه کړي.
نوموړي همدا راز وویل چې د دغه پروګرام له لارې له پور اخیستونکو څخه ګټه نه اخیستل کېږي، ځکه چې د دغه پروګرام موخه خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول او د کوچني او منځني تجارت وده ده.
د افغانستان بانک د عامه اعتباراتو د ثبت مسئول نثار احمد یوسفزی وايي، چې د عامه اعتباراتو د ثبت په ۱۳۸۷ کال کې رامنځته شوی دی.
دی وايي چې دغه سیستم اوس مهال د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د خپلو ۱۵۹ څانګو له لارې شاوخوا ۴۶۰ تنه پور اخیستونکي لري.