دخپریدو نیټه : 2015-09-16 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ملي امنیت په کونړ کې یو ځانمرګی بریدګر نیولی
احمد فیصل
د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې په کونړ ولایت کې یوکس له انتحاري واسکټ سره یوځای نیولی دی. د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې دا شخص د ملي امنیت ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د کونړپه مرورې ولسوالۍ کې نیول شوی. په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کس غوښتل چې د انفجارې توکو ډک واسکټ د کونړ له مرورې ولسوالۍ د دغه ولایت مرکز ته انتقال کړي.