دخپریدو نیټه : 2015-09-17 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
حميدزی لالی : د چارواکو په بدلون سره د کندهار حالت ښي خوا ته روان دی .
نسيم کندهاری
په کندهار کي د ولسي جرګې غړی محمد نعيم حميدزی لالی وايي ، چي د ولسي جرګې د رخصتيو پر مهال يي د خلکو سره د ليدنو او د دولتي چارواکو له کارونو څخه د نظارت پر مهال څرګنده کړې ده ، چي په کندهار کي د چارواکو په بدلون سره د پځوا په پرتله حالت ښه خوا ته روان دی .
نوموړي په کندهار پريس کلب کي يوې خبري ناستي ته وويل ، چي د کندهار د ګاونډيو ولايتونو څخه يي د نژدې ليدني کړي دي، په وينا يي چي د ستونزو د حل دپاره ولسي جرګې ته معلومات ورکوي .
کندهار په ملکي او نظامي برخه کي بدلون خلک هيله من کړي دي ، چي ډيري ستونزي به يې حل سي .
د ولسي جرګې د رخصتيو پر مهال خلکو تمه درلودل ، چي وکيلان به يي سيمو ته ورسي او د دوی د حاله به ځان خبر کړي ، سږ کال يوازي په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازی حميدزی لالی کندهار ته راغلی ، په وينا يي چي دلته يي پر دولتي ادارو نظارت تر سره کړی او وايي چي د خلکو ستونزي يې د نژدې اوريدلي دي .
د هغه په وينا چي که څه هم په کندهار کي زياتي ستونزي پر ځای پاته دي خو د تير په پرتله په اداره کي ښه والی راغلی دی ، د ولسي جرګې دا غړی يي لامل په ملکي او نظامي اداره کي د چارواکو بدلون بولي او وايي تمه لري ، چي نور پرمختګونه به هم وسي .
محمدنعيم حميدزی لالی وايي ، چي د کندهار ګاونډيو ولايتونو ارزګان ، هلمند او زابل ته يي هم سفرونه کړي ، له خلکو او چارواکو سره ليدلي دي او زياتوي چي په دې ولايتونو کي امنتي ستونزي زياتي دي ، د هغه په ټکو چي د دې ستونزو د حل دپاره د امنتي ارګانونو همږغي زياته مهمه او اړينه ده .
نوموړي د يادي خبري ناستي پر مهال ژمنه وکړه ، چي د خپلي دندي له مخي به ټول حال تر مرکزي ادارې او د ولسي جرګې تر مشرتابه پوري رسوي ، هڅه به يي دا وي چي مرکزي اداره دې ولايتونو ته توجه وکړي .
\نوموړي د ملي يووالي پر حکومت نيوکه وکړه چي د خلکو ستونزو ته پام نه کوي او د قدرت پر سر يي لانجو ته وخت ورکړی دی .
د ولسي جرګې دا وکيل که څه هم مرکزي دولت او ولايتونه په نه همږغۍ تورنوي خو دده له يوازي را تګه ښکاري چي خپله وکيلان هم په خپلو منځونو کي همږغي نه لري .
سمه خو دا وه چي ټولو وکيلانو خپله دنده تر سره کړي او کندهار ته راغلي وای .
د کندهار اوسيدونکي له خپلو وکيلانو غواړي چي ستونزي يې پر وخت څرګندي او د حل دپاره يي خپله دنده تر سره کړي ، کندهار ټول يوولس وکيلان لري خو سږکال يي يوازي همدا يوه وکيل کندهار ته سفر وکړ .
هغوی په ولسي جرګه کي خپل يو شمير وکيلان دوی ته په نه پاملرنه تورنوي او وايي چي يوازي د خپلو ګټو دپاره کار کوي .