دخپریدو نیټه : 2015-09-17 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د ماین چاودنې په ننګرهار کې ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
احمد فیصل
د ننګرهار چارواکي وايي، د دې ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي وويل، بیګا ماښام شاوخوا شپږبجې د بهسودو اړوند د خالص بابا په فاميليو کې د دې ولايت د اراضۍ ادارې د مشر صادق دولتيزي د کورنۍ پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.ده زياته کړه، په دې چاودنه کې د دولتزي پلار او زوى وژل شوي او د کورنۍ دوه نور غړي يې ژوبل شوي دي.