دخپریدو نیټه : 2015-09-17 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
له دې وروسته د تحصیلي بورسونو لپاره انلاین ازموینه اخیستل کیږي
احمد فیصل
د لوړو زده کړو وزیره فریده مومند وايي د تحصیلي بورسونو ویش او آزموینې مسلې خلک اندیښمن کړي دي او له دې وروسته به د بورسونو آزموینه په آنلاین توگه اخیستل کیږي چې څوک په کې لاسوهنه ونه شي کړای."د لوړو زده کړو وزیره وایي یو له ستونزو څخه داده چې ځنې تحصیلي بورسونه په مستقیمه د سفارتونو له خوا توزیع کیږي چې وروسته له دې به یې مخه ونیول شي.مومندې له هیواده د تحصیل کړیو ځوانانو د وتلو په اړه اندیښنه څرگنده کړه او ویې ویل چې بیکاري او ناامني ددې کار عمده لاملونه دي.