مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حکیمي: له ترکمنستان سره مو د انرژۍ د لېږد او نورو پراختیايي پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې وکړې

احمد فیصل
د مالیې وزیر وايي، چې د ترکمنستان له چارواکو سره یې د انرژۍ د لېږد او نورو پراختیايي پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي. اکلیل احمد حکیمي چې ترکمنستان ته یې د خپل وروستي سفر په اړه نن په یوه خبري غونډه کې رسنیو ته معلومات ورکول، وویل چې له ترکمن چارواکو سره یې د بریښنا د لیږد، د ګازو د نل لیکې د جوړېدو، د نوري فایبر د نښلولو، د صنعت د پراختیا، د لارجوردو لارې د فعالېدو او نورو پراختیایي پروژو پر پلي کېدو ګټورې خبرې وکړې. د مالیې وزیر وویل چې د افغانستان پولې ته نږدې د ترکمنستان په خاوره کې د ګازو او نفتو د زېرمو پر جوړېدو هوکړه شوې او افغان سوداګر به وکولای شي چې تر دې وروسته د هېواد د اړتیا وړ سون توکي له دغه ځایه افغانستان را ولېږدوي. هغه زیاته کړه چې د سیمنټو، مرمر ډبر او د قالینو د صنعت د پراختیا او پانګونې هم خبرې شوې دي. د مالیې وزیر وویل، چې د ټرانسپورټ په برخه کې هم یو لړ هوکړې شوې دي چې ډېر ژر به د کابل-عشق اباد ترمنځ الوتنې پیل شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery