دخپریدو نیټه : 2015-09-21 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په تېرو ۱۲ کلونو کې د ملاریا ناورغۍ له امله په نړۍ کې د مړینو کچه ۶۰ سلنه ټیټه شوې
احمدفیصل
د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق وايي له ۲۰۰۰ کال راهیسې د ملاریا ناورغۍ له امله په نړۍ کې د مړینو کچه ۶۰ سلنه ټیټه شوې او د څه باندې ۶ مېلیونو مړینو مخه نیول شوې ده. د دغو بنسټونو په یوه راپور کې ویل شوي په ۱۳ هغو هېوادونو کې چې په ۲۰۰۰ کال کې د ملاریا ناروغۍ پېښې په کې وې په ۲۰۱۴ کال کې په کې د ملاریا هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې او په شپږو نورو هېوادونو کې د ملاریا ناروغۍ په پېښو کې لس سلنه کموالی راغلی دی. خو له دې سره سره په افریقا کې اوس هم د ملاریا د ناروغۍ پېښې ډېرې دي او هره دقیقه یو ماشوم د ملاریا ناورغۍ له امله مري.