مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-23   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

ملا اختر منصور د علماوو زر کسيز شورا ته منفي ځواب ورکړى

benawa afghanistan
نسيم کندهاری
په پيغام کې راغلي، دا اختر په داسې حال کې راغلى چې د تحريک د پخواني مشر ملا محمد عمر مړينه دافغانستان ولس او نړۍ ته يوه معما جوړه شوې ده.
له طالبانو څخه جلا شوى د اسلامي امارت عالي شورا وايي ملا اختر منصور زر کسيزو عالمانو ته يو ځل بيا منفي ځواب ورکړى دى. دغه څرګندونې په هغه پيغام کې شوي چې د ياد شورا لخوا داختر په مناسبت دتلې په لومړۍ نېـټه رسنيو ته رالېـږل شوى دى. په پيغام کې راغلي، دا اختر په داسې حال کې راغلى چې د تحريک د پخواني مشر ملا محمد عمر مړينه دافغانستان ولس او نړۍ ته يوه معما جوړه شوې ده. سرچينې زياته کړې، د ملاعمر تر مړينې وروسته نوې رهبري په ناسمه، غير اصولي او غير شرعی توګه رامنځته شوه چې په اړه يې د افغانستان د علماوو او د اسلامي امارت د عالي شوری دريځ روښانه دی. په پيغام کې راغلي، د اسلامي امارت عالي شورا اصولي موقف دادى چې د رهبرۍ ټاکنه بايد په سالمه توګه ترسره شي، هغه داسې چې په دې ټاکنه کې بايد د افغانستان ټول علماء، با نفوذه مشران، د رهبري شوری ټول غړي او د امارت ټول نظامي قوتونه برخه واخلي ترڅو يو متفق مشر وټاکل شي. سرچينې زياته کړې چې دې کار لپاره له تېرو دوو مياشتو راهيسې د افغانستان د علماوو زركسيزه شورا زيار باسي ترڅو دا صف متحد وساتي ، خو له بده مرغه پرون يو ځل بيا د ملا اختر منصور لخوا علماوو ته منفي ځواب ورکړل شو. ياده شورا پر ټولو طالبانو غږ کړى، چې له صبر او زغم څخه کار واخلي او د علماوو د شورا پرېکړو ته انتظار وکړي او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پر ضد خپلو مبارزو ته ادامه ورکړي. په پيغام کې له ملا اختر محمد منصور څخه غوښتل شوي چې له حکمت څخه کار واخلي، د ملت او طالبانو ارادې ته درناوی وکړي او په هغه وړانديز له سره غور وکړي چې د افغانسان د منځګرو علماوو او اسلامي امارت عالي شورا له لوري ده ته لېږل شوی دی. دغه راز په دې پيغام کې له امريکا او متحدينو غوښتل شوي چې له افغانستان څخه خپل پوځونه اوباسي . د يادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په دغه شورا کې د طالبانو يو شمېر پخواني وزيران، واليان ، قوماندانان او لوړ پوړي چارواکي شامل دي چې له ملا اختر منصور مشرۍ سره يې مخالفت څرګند کړى دى. د يادونې وړ ده چې د طالبانو د ډلې نوي مشر ملا اختر منصور پرون د اختر په مناسبت پخپل پيغام کې د طالبانو په مينځ کې پر اتفاق او اتحاد ټينګار کړى و. بلخوا د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي پخواني وياند قريب الرحمن سعيد هم په يوه پيغام کې ټولو هېوادوالو ته د لوى اختر مبارکي ورکړې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery