دخپریدو نیټه : 2015-09-23 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
په زابل او کندهار کي اختر ته تياری پيکه خو امنيت ټينګ دی .
نسيم کندهاری
د لوی اختر د را رسيدو په مناسب په سويلي ولايتونو کندهار او زابل کي د بيکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله خلک د اختر دود نه سي پوره کولای او د خوراکي توکو او څارويو بيي هم لوړي سوي دي .
ها خوا بيا ځايي مسوولين د اختر په ورځو کي د کلکو امنتي تدابيرو څخه خبر ورکوي .
بيکاري د هيواد په کچه لويه ستونزه ده ، خو په دې وروستيو کي نوره هم زياته سوې ده او خلک ورځ تر بلي د اقتصادي ستونزو سره مخ کيږي .
د تيرو کلنو په پرتله د خوراکي توکو او څارويو بيي هم لوړي سوي دي او خلک وايي چي د اخستلو توان يي نه لري .
کندهارښاريان له پلورونکو غواړي چي له انصاف څخه کار واخلي او د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو سره د توکو بيي جګي نه کړي .
خو په دې ولايتونو کي بيا خلک له امنتي حالته خوښ دي او له نظامي ارګانونو هيله کوي ، چي د اختر په ورځو کي هم امنتي تدابير همداسي قوي وساتي .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک خلکو ته ډاډ ورکوي ، چي ټول امنتي ارګانونه د يوه منظم پلان له مخي خپله دنده مخ ته بيايي او او خلک هڅوي چي د اختر په ورځو کي په ډاډه زړه خپلي ميلي او اختريز رواجونه تر سره کړي
په زابل کي هم امنتي چارواکي د ټينګو امنتي تدابيرو څخه خبر ورکوي ، د دې ولايت امنيه قوماندان جنرال ميرويس نورزی وايي ، چي د امنيت د ټينګولو دپاره امنتي ځواکونه همږغي لري او په ښار کي د فلاسټيکي وسلو او ټکانو پير او پلور ته هم اجازه نه ورکوي .