دخپریدو نیټه : 2015-09-26 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشر اشرف غني: د تېر په پرتله اوس افغان میرمنې په ښه وضعیت کې قرار لري
احمد فیصل
ولسمشر محمد اشرف غني د دولت په چوکاټ کې د ښځو پر رول یو ځل بیا ټینکار وکړ. غني نن په ارګ کې د افغان میرمنو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د تېر په پرتله دا مهال د هېواد میرمنې په ښه وضعیت کې قرار لري او د کار او زده کړو زمینه هم ورته برابره شوې ده. غني د افغان حکومت په رسمي تشکیل کې د ښځو د ونډې په اړه وویل، که څه هم د سیمې په کچه افغان حکومت په رسمي کاري ساحه کې ډېرو میرمنو ته برخه ورکړي، خو بیا هم اړتیا ده، چې دغه شمېره لا ډېره شي. ولسمشر وویل، د ښځو په ژوند کې بدلون د افغاني ټولنې د بدلون په مانا دی او حکومت د هېواد د ښځو په ژوند کې د مثبت بدلون راوستو ته ځان ژمن بولي.