دخپریدو نیټه : 2015-09-26 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په هلمند کې طالبانو ښوونکي ګواښلي چې د ښوونځیو دروازې د پرانیزي
احمد فیصل
د هلمند د پوهنې ریاست چارواکي وايي، په موسی کلا ولسوالۍ کې طالبانو هغه ښوونکي ګواښلي چې ښوونځيو ته له تلو او زده کوونکو ته د درس له ورکولو يې ډډه کوله. د دغه ولایت د پوهنې ريیس عبدالمتین جعفر وايي، د هلمند په شمالي ولسوالیو کې يې ځیني ښوونځي د روانو نا امنیو له امله بې برخلیکه پاتې دي. هغه زياتوي، په موسى کلا ولسوالۍ کې طالبان د پوهنې بهير پر وړاندې ګواښ نه دى؛ ځکه ځينو طالبانو استادان ګواښلي چې د ښوونځيو دروازې پرانيزي او زده کوونکو ته زده کړې ورکړي. ده وويل په دې وروستيو کې یې د يو شمېر تړل شوو ښوونځيو بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستي او د نورو د پرانيستلو هلې ځلې روانې دي.