دخپریدو نیټه : 2015-09-26 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور موده غځوي
احمد فیصل
امریکايي ښايي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور موده وغځوي. د امریکا پوځي چارواکو والسټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي زرګونه امریکايي ځواکونه ښايي تر ۲۰۱۶ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي. چارواکو چې ورځپاڼې یې نومونه نه دي یاد کړي ویلي چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال جان کمبل د افغان ماموریت په اړه پېنټاګون او د ناټو چارواکو ته خپل وړاندیزونه سپارلي دي. سرچینې ویلي په سپارل شویو پنځو وړاندیزونو کې یو یې دا دی چې له مخې یې باید زرګونه امریکايي عسکر تر ۲۰۱۶ وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.