دخپریدو نیټه : 2015-09-26 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ملګري ملتونه: د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې داعش ډله فعالیت کوي
احمد فیصل
ملګرو ملتونو په يوه تازه راپور کې ويلي چې د داعش وسله واله ډله د افغانستان په ۲۵ ولايتونو کې فعاليت کوي .دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو په هغه راپور کې شوي،چې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه دافغانستان په اړه خپور شوی دی.په راپور کې راغلي چې په سوريه او عراق کې رامنځته شوې د داعش په نامه وسله واله ډله په افغانستان کې د ځان منظمولو په هڅو کې ده.سرچينې زياته کړې، چې د طالبانو لس سلنه وسله وال هم له داعش سره خواخوږي لري او يا هم ورسره يو ځای شوي دي.د داعش او القاعدې په اړه د ملګرو ملتونو څارونکې ډلې ويلي، چې دافغانستان په يو شمېر ولايتونو کې داعش سره د وفادارۍ او ملګرتيا کوونکو کسانو کچه مخ په لوړېدو ده.د ملګرو ملتونو په ياد راپور کې دافغان چارواکو په حواله راغلي،چې د افغانستان په ۲۵ ولايتونو کې د داعش وسله واله ډله فعاليت کوي.سرچينې زياته کړې، چې د داعش وسله وال په ځينوسيمو کې له افغان ځواکونو سره جګړه کوي، خو په ځينو سيمو کې بيا دا جګړې ډيرې کمې دي.په راپور کې راغلي،په ننګرهار ولايت کې بياد داعش وسله وال د دولتي ځواکونو پر ځای له طالب وسله والو سره په جګړو کې ښکېل شوي دي.