مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشرغني: سوله یوازې په بهرنیو مذاکراتو نه شي راتلی

احمد فیصل
له څوارلس کلونو راهیسې پاکستان په یوه نا اعلان شوي جنګ اخته دی او موږ د دې جنګ ختمول غواړو.))دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني نن د کندهار، سوېل ختیځ زون او ننګرهار له مشرانو، دیني عالمانو او سیاستوالو سره په کتنه کې وکړې.له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د سولې په اړه د دوى د مرستې غوښتنه وکړه او ويې ويل چې سوله یواځې په بهرنیو مذاکراتو نه شي راتلی.نوموړي د حکومت او ولسونو تر منځ د اړیکو په نږدې کولو او پیاوړتیا کې د مشرانو او دیني علماوو رول اساسي وباله او دوی ته یې په ټینګار وویل، چې د خپلو سیمو ستونزې په اساسي ډول وڅېړي او د حل لپاره یې له یوې واضح طرحې سره راشي. په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، محمدایوب رفیقي، حاجي داوودشاه نیازي او جنرال کندهار شینواري د نورو په استازیتوب هم خبرې وکړې .له بلې خوا ولسمشر غني د افغانستان د قومونو د شوراګانو له مشرانو او استازو سره په جلا کتنه کې شوراګانې ولسي، مدني او رضاکارانه بنسټونه وبلل او ويې ويل: ((شوراګانې د مدني ټولنې اساسي خښتې دي او له عدالت پرته نه پرمختګ راځي او نه اردو او نظام جوړېږي.))هغه د محرومیتونو له منځه وړلو ته په اشارې وویل، تر څو چې خلک محروم وي، نو نظام نه ټینګېږي. عدالت د اسلام د مبین دین اساس دی او له عدالت پرته نه پرمختګ راځي، نه اردو او نظام جوړېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery