دخپریدو نیټه : 2015-09-26 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى ووژل شو
احمد فیصل
د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت په تخار،هرات،پروان، بدخشان او ننګرهار ولايتونو کې د يوه قاچاق وړونکي د وژل کېدو او د لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکو د ترلاسه کولو خبر ورکړ. د ياد وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تخار ولايت مرکز دتالقانو ښار اړوند سيمه کې د پوليسو په عملياتو کې ١٥ کيلو هيروئين ترلاسه شوي، په وسله واله نښته کې يو تن قاچاق وړونکى وژل شوى او يوبل تن نيول شوى دى.سرچينه وايي، چې په پروان ولايت کې هم د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې پوليسو٢٤ کيلوګرامه ترياک له يوه موټر څخه کشف او يوشکمن تن نيولى دى.دکورنيو چارو وزارت په ننګرهار ولايت کې د ٢٥ کيلوګرامه هيروئينو او په بدخشان کې د ١١ کيلو چرسو د ترلاسه کولو خبر ورکړى او وايي چې په دې اړوند درې تنه د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.دغه راز ٢٥ کيلوګرامه هيروئين چې د يوه کرولا موټر په ټانکۍ کې ځاى پرځاى شوي و د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ ثمرخېلو سيمه کې کشف او ضبط شوي دي.په هرات کې هم له ١٦ کيلوګرامو څخه زيات هيروئين له يوه موټر څخه ترلاسه شوي او يو شکمن تن نيول شوى دى. د يادونې ده، چې تېره اوونۍ په هرات کې د له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو١٨ کيلوګرامه هيروئين هم ترلاسه کړل او يوتن يې ونيول شو.