دخپریدو نیټه : 2015-09-26 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د ماین چاودنې په ننګرهار کې ۵ تنه ټپیان کړي
احمد فیصل
د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې د ولسي جرګې د غړي انجنير عبدالغفار په ګډون پنځه تنه ټپيان کړل .د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال وويل، چې چاودنه نن تر غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې دجلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند د عيدګاه جومات شاته شوې ده.هغه زياته کړه، چې د انجنير غفار موټر له سړک څخه تېرېده، چې په لښتي کې ځاى پرځاى شوي ماين چاودنه وکړه .مشرقيوال وايي، چې په دې پېښه کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازى انجنير غفار ، موټر چلوونکى، دوه ساتونکي او يوه لاروى ټپيان شوي دي.د امنيه قوماندانۍ وياند زياته کړه، چې د ولسي جرګې ياد غړى سرسري ټپي شوى او ددرملنې لپاره روغتون ته وړل شوى دی.ددې پېښې مسووليت تراوسه چا پرغاړه نه دى اخيستى.