دخپریدو نیټه : 2015-09-28 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د افغان- تاجک د نفتي حوزې د دوو بلاکونو اکتشافي سروې پیلېږي
احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
ټاکل شوې چې په راتلونکو دریو میاشتو کې د افغان-تاجک نفتي حوزې د دوو بلاکونو اکتشافي او تفحصي سروې پیل شي.
د افغان-تاجک د نفتو او ګازو حوزه چې په هېواد کې له سترو نفتي حوزو څخه ګڼل کېږي، ختيځ ته یې د هندوکش غرونه، لوېديځ ته یې د امو سيند يوه برخه، شمال ته یې امو سيند او جنوب ته یې د بلخ ولايت د البرز غرونه پراته دي.
دغه حوزه همدا راز له تخار څخه تر جوزجان ولايت پورې سیمې په بر کې نیسي.
د افغان-تاجک نفتي حوزه په ۱۹۵۸ ميلادي کال کې کشف شوه او شاوخوا پنځه کاله وړاندې د ټراسايز په نوم د کاناډا د نفت او ګازو کمپنۍ د يوې سروې په ترڅ کې په ٣١ زره کيلو متره مربع مساحت کې د دې حوزې ١٢ بلاکونه مشخص کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت په ۱۳۹۱ کال کې د دې حوزې له ١٢ بلاکونو څخه شپږ یې نړیوالې داوطلبۍ ته وړاندې کړل، چې بیا وروسته په ۱۳۹۲ کال کې له یادو شپږو بلاکونو څخه دوو بلاکونو د استخراج تړون له یوه افغاني او دوه بهرنیو کمپنیو سره لاسلیک شو.
اوس د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د دې حوزې د دوو بلاکونو اکتشافي سروې به ډېر ژر پیل شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند محی الدین نوري وايي چې دغه بلاکونه د هېواد په شمال کې د صندوقلي او مزار شریف په سیمو کې موقعیت لري.
د هغه د معلوماتو له مخې د دغو بلاکونو ګراویټي او مقناطیسي سروې چې د روان میلادي کال د اګست په لومړۍ نېټه د یوه قراردادي کنسرشیوم له خوا پیل شوې وه، د سپټمبر په ۲۵ مه بشپړه شوه.
د نوري په وینا د افغان-تاجک حوزې دغه دوه نفتي بلاکونه په ۵۷۶۰ کیلو متره مربع سیمه کې پراته دي.
د کانونو وزارت ویاند زیاته کړه، چې د ګراویټي او مقناطیسي سروې تر بشپړېدو وروسته د دغو بلاکونو د اکتشافي او تفحصي پلټنو لپاره زمینه برابره شوه.
نوري وايي چې ټاکل شوې د دغو دوو بلاکونو اکتشافي سروې د روان میلادي کال په وروستیو کې پيل شي.
هغه د دې سروې ټولټال لګښت ۴۵ میلیونه امریکايي ډالر په ګوته کړ چې د کانونو وزارت له خوا ترسره کېږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، دا په تېرو څلوېښتو کلونو کې لومړی ځل دی چې د هېواد د نفتو په یوه حوزه کې د یوه نړیوال شرکت له خوا اکتشافي او تفحصي څېړنې ترسره کېږي.
د دغه وزارت چارواکي وايي چې د اکتشافي پړاو تر بشپړېدو وروسته به یاد دوه بلاکونه د استخراج لپاره نړیوالې داوطلبۍ ته وړاندې شي.
افغانستان د نفتو شپږ سترې حوزې لري چې افغان-تاجک او امو دریا یې تر ټولو سترې هغه دي.
د امریکا د جیولوژۍ ادارې د سروې له مخې، د امو سيند او افغان- تاجک په نفتي حوزو کې ٤٤٤ ميليارد متره مکعب اوبلن ګاز، ٢١٩ ميليونه ټنه تېل او ٧٠ ميليون ټنه کانډنساټ تېل شتون لري.
د امو سیند نفتي حوزې د نفتو د اکتشاف او استخراج تړون ۲۰۱۱ کال د ډسمبر په ۲۶ مه د افغانستان د کانونو وزارت او د (CNPCIW) په نوم د یوه ګډ چینايي او افغاني شرکت ترمنځ لاسليک او په ۲۰۱۲ کال کې یې استخراج پیل شو.
نړیوالې سروې ګانې ښيي، چې په افغانستان کې د امو سيند او افغان تاجک د نفتي حوزو ترڅنګ څلور نورې لويې د نفتو او ګازو حوزې شتون لري.
په يادو څلورو حوزو کې د کټواز، هلمند او په هرات کې د کُشک او تېرپل نفتي حوزې شاملې دي.