دخپریدو نیټه : 2015-09-30 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
د کندز دپاره د طالبانو والي له خپلو ملګرو سره ووژل سو .
نسيم کندهاری
د افغانستان د ملي امنیت اداره وایي د کندوز لپاره د طالبانو نومول سوی والی له خپلو څو ملګرو سره وژل سوی.
د ملي امنیت ادارې مشر رحمت الله نبیل د طالبانو والي مولوي سلام ښيي او وايي له ده سره د هغه د مرستیال په ګډون ۱۵ تنه په هغه هوایي برید کې وژل سوي چې د دوی ادارې له خوا همغږی سوی و.
تر هغه دوه ورځې وروسته چې طالبانو کندوز ونیو اوس افغان ځواکونه د ناټو په هوایي ملاتړ بېرته د ښار د نیولو لپاره عملیات کوي.