دخپریدو نیټه : 2015-09-30 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
ملګرو ملتونو د کندوز پر روان حالت سخته انديښنه وښودل .
نسيم کندهاری
ملگرو ملتونو د کندز پر روان حالت سخته انديښنه ښودلې ده او زياتوي
، چي د جګړي اړخونه بايد د ملکي وګړو ژوند ته زيآته پاملرنه وکړي .
د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر يوناما څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي ، چي په کندز کي تر دې مهاله سلو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او شپږ زره تنه بې ځايه سوي دي .
دوې ورځي مخکي وسله والو طالبانو د کندز ښار ونيوی او تر اوسه د کندز په ښار کي پر عامو واټونو جګړه روانه او خلک د سختو ستونزو سره مخ دي .