مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-03   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

جنرال رازق ؛ په کندز کي د طالبانو سره جګړې ته تياری وښود .

benawa afghanistan
نسيم کندهاری
کندز که څه هم شمالي ولايت دی او له کندهاره ليري دی ، خو په کندهار کي فوځي چارواکي وايي چي د خلکو د ساتني دپاره سرحد ته ارزښت نه ورکوي او که چيري مرکزي اداره وغواړي کندز ژغورلای سي .
په سويل کي د وسله والو طالبانو په وړاندي ولاړ سرسختی قوماندان جنرال عبدالرازق وايي ، که مرکزي دولت وغواړي او امر ورته وکړي ، د کندز څخه وسله وال طالبان ډير ژر په شا کولای سي او د کندز خلک ژغورلای سي . نوموړي نن يوې خبري ناستي ته وويل ، چي د کندز نيول د طالبانو قوت نه بلکه د محلي ادارې کمزوري ده . کندز که څه هم شمالي ولايت دی او له کندهاره ليري دی ، خو په کندهار کي فوځي چارواکي وايي چي د خلکو د ساتني دپاره سرحد ته ارزښت نه ورکوي او که چيري مرکزي اداره وغواړي کندز ژغورلای سي . د تيري يوې اونۍ راهيسي په کندز کي درنه جګړه روانه ده او د کندز ښار په کم قوت طالبانو ونيوی خو د دولت تر سخت مقاومت وروسته بيرته د دولت ولکي ته ولويدی . په دې ولايت کي ځايي اوسيدونکي وايي چي د جګړې ډير قربانيان ملکي وګړي دي او تر دې مهاله په لسګونه کسان وژل سوي دي . د کندز چارواکي او امنتي مسوولين د خلکو تر سختو نيوکو لاندي دي او د وطن څخه د دفاع په برخه کي يې په ناغيړۍ او کمزورۍ تورنوي . د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي ، چي دا مهال يي د هيواد جنوبي حوزه ارامه کړې ده او چمتو دی چي په کندز کي د طالبانو په وړاندي وجنګيږي . نوموړي د شنبې په ورځ يوې خبري ناستي ته وويل ، چي په کندز کي د طالبانو پرمختګ د هغوی قوت نه بلکه د محلي ادارې کمزوري او نه همږغي ده . قوماندان عبدالرازق زياته کړه ، اړينه ده چي مرکزي اداره د کندز حالت ته جدي پاملرنه وکړي او امنتي ځواکونه په خپل منڅ کي همږغي زياته کړي . نوموړی وايي ، چي که مرکزي اداره امر ورته وکړي ځنډ نه کوي او ځي هلته د وسله والو طالبانو په وړاندي جنګيږي . امنيه قوماندان او د سويلي حوزې اوپراتيفي مسوول جنرال عبدالرازق ډاډ ورکړ ، چي د کندهار او ګاونډيو ولايتونو امنيت يې خوندي کړی او طالبان يې ځپلي دي . نوموړی د کندز د دفاع په اړه يادي څرګندوني پر داسي مهال کوي ، چي اوس هم په دې ولايت کي جګړه روانه ده خو تر ټولو ډير قر بانيان يي ملکي وګړي دي . کندز تيره اونۍ د طالبانو لاس ته ولويدی او پوره درې ورځي يې په ولکه کي وو ، دولت وايي چي د کندز ښار يې بيرته نيولی دی خو طالبان اوس هم هلته خپل شتون يادوي او وايې چي نور هم د پرمختګ په حال کي دي . په کندز کي رواني جګړې او د ښار په منځ کي نښتو د خلک ژوند نارام کړی دی او خلک د نورو ستونزو تر څنګ د خوراکي او اړينو توکو د کمښت سره هم مخ دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery