دخپریدو نیټه : 2015-10-03 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
دولت په ۱۱ ورځو کې له مخابراتي مالیې ۸۲،۹ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي
احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې د روان کال د تلې له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه د ټیلیفون کرېډټ کارټونو څخه ۸۲،۹ میلیونه افغانۍ مالیه را ټوله شوې ده.
د مالیې وزارت په هېواد کې د ټیلیفون پر هر کرېدټ کارټ لس سلنه مالیه وضع کړه چې د روانې تلې میاشتې له لومړۍ نېټې د اجرا وړ ده.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي پرون یوې خبري غونډې ته وویل چې د تلې له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه د کرېډټ کارټونو له درکه ټولټال ۸۲،۹ میلیونه افغانۍ د دولت خزانې ته راټولې شوې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې یوازې په تېرو اووه ورځو کې ۷۸ میلیونه او ۲۲۹ زره او ۴۰۷ افغانۍ مالیات د دولت خزانې ته راټولې شوې دي.
د مخابراتو وزیر زیاته کړه، چې دغه ټولې پیسې د ټیلیفون پر کرېډټ کارټونو له لګول شوې مالیې څخه لاسته راغلې دي.
عبدالرزاق وحیدي د ټیلیفون له کاروونکو څخه د مالیې راټولولو سیستم شفاف وباله او ډاډ یې څرګند کړ چې د دې پیسو په اړه هر ساعت دغه وزارت ته معلومات ورکول کېږي.
هغه وویل چې د ټیلیفون له کرېډټ کارټونو د لس سلنه مالیې اخیستو موضوع د ۱۳۹۴ کال له مالي بودجې سره یو ځای د ملي شورا له خوا تصویب شوه او هغه مهال د مخابراتو وزارت ته دنده سپارل شوې وه چې د قانون له مخې له مخابراتي شبکو څخه باید مالیات په شفاف ډول راټول شي.
د مخابراتو وزیر وویل:«هغه سیستم چې جوړ شوی دی، د هر مخابراتي شرکت د کاروونکي دقیقې ځانګړې په کې شتون لري او ټول هغه کرېډټ کارټونه چې کارول کېږي، په دغه سیستم کې ښودل کېږي.»
عبدالرزاق وحیدي وايي، خلکو ته د ډاډ لپاره پر یوې داسې سیستم کار کوي چې له مخې یې کله چې یو څوک خپل ټیلیفون ته کرېډټ کارټ اچوي، نو د هماغه کارټ شمېره او سریال نمبر به ۹۹۷ شمېرې ته استوي او کاروونکي ته به د تایید پیغام لېږل کېږي.
هغه زیاته کړه، که د مخابراتي شرکت له خوا په سیستم کې داسې کومه شمېره نه وي ثبت شوي، نو د تایید پیغام نه استول کېږي او په دې صورت به له مخابراتي شرکت سره قانوني چلند کېږي.
د نوموړي په وینا، افغانستان د نورو هېوادونو په پرتله لږ مخابراتي محصول اخلي، چې لس په سلو کې دی.
خو د یادونې ده چې د نورو هېوادونو په پرتله بیا په افغانستان کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو بیې لوړې دي.
د مخابراتو وزیر وویل چې په نږدې راتلونکي به د انټرنېټي خدمتونو په بیو کې ۲۰ سلنه کمښت رامنځته شي او په هېواد کې به د انټرنېټ لومړنی ټرانزیټ پیل شي.
په همدې حال کې د مالیې وزارت مرستیال وايي چې له دې درکه راټولېدونکي مالیات هره میاشت محاسبه او د دولت خزانې ته لېږدول کېږي.
هغه دغه مالیات د هېواد د پر ځان بساینې په برخه کې ګټور وبلل.
هغه معلومات چې د مخابراتو وزارت د کارکوونکو د یوې تخنیکي ډلې له خوا وړاندې شول، څرګندوي چې پرون د شنبې تر سهاره پورې ۸۲،۹ میلیونه افغانۍ مالیات راټول شوي وو.
دغه راز د تلې له لومړۍ نېټې تر اوومې پورې معلومات څرګندوي چې په دې موده کې شاوخوا ۷۹ میلیونه افغانۍ راټولې شوې وې.