تورن جنرال وفادار خبر ورکړ ، چي د طالبانو د ځپلو دپاره يې ( MD530 ) ډوله الوتکي هم تر لاسه کړي چي د ازمايلو پر مهال يې ښه نتيجه ورکړې ده .
تورن جنرال داوودشاه وفادار جګړه ګټلي بولي او وايې چي نور وسله وال طالبان فعاليتونه نه سي کولای .
په سويل کي د فوځ لوړپوړي چارواکي خبر ورکوي ، چي په دې سيمه کي يي جګړه ګټلې او وسله وال طالبان يي سخت ځپلي دي .
د پخوا په پرتله دا مهال د جنوب لوديځي حوزې ولايتونه او په ځانګړي ډول کندهار ارام دی ، خو د جګړي لوری د شمالي ولايتونو په لوري بدل ښکاري .
په سويل کي ځايي امنتي چارواکي وايي ، چي دا مهال يې په ټولو ولايتونو کي طالبان ځپلي دي او نور د دوی سره د جګړې توان نه لري .
د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال داوود شاه وفادار د يکشنبې په ورځ يوې خبري ناستي ته وويل ، چي تيري شپږ مياشتي يې په ارزګان کي د وسله والو طالبانو سره سختي جګړې کړي دي .
نوموړي زياته کړه ، چي وسله والو طالبانو دوه ځله د ارزګان د سقوط هڅه وکړه چي دوی ور شنډه کړه .
هغه وايې ، چي د دې مودې پر مهال يې څه کم دوه زره تنه وسله وال طالبان وژلي ، نيولي او ټپيان کړي دي ، په وينا يې چي د فوځ د سرتيرو مورال يې قوي او په هر ډول وسلو او مهماتو مجهز دي .
تورن جنرال وفادار خبر ورکړ ، چي د طالبانو د ځپلو دپاره يې ( MD530 ) ډوله الوتکي هم تر لاسه کړي چي د ازمايلو پر مهال يې ښه نتيجه ورکړې ده .
تورن جنرال داوودشاه وفادار جګړه ګټلي بولي او وايې چي نور وسله وال طالبان فعاليتونه نه سي کولای .
هغه د فوځ لوري ته مرګ ژوبله مني خو شمير يې نه ياد نه کړ .
د فوځ لوړپوړی چارواکی دا څرګندوني پر داسي مهال کوي ، چي اوس هم د ارزګان د يو شمير ولسواليو څخه ځايي چارواکي او عام خلک حالت ترينګلی بولي او وايې چي هره ورځ يې په سيمو کي جګړي کيږي چي له امله يې د دوی ژوند نارام سوی دی .
وسله وال طالبان هم په دې سيمو کي نژدې هره ورځ د خپلو پرمختګونو څخه خبر ورکوي .