دخپریدو نیټه : 2015-10-10 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
حکمت ښادمن بې ځايه سويو کندزيانو ته د سر پنا برابره کړې ده .
سميع غيرتمل .
افغان ملي سوداګر حاجي حکمت ښادمن د کندهار د اولس او خلګو په نوم د کندوز د جنګ ځپلو ۵۵ کورنیو چي شاخوا ۲۷۰ تر ۲۸۰ تنو پوري کیږي او ډیره برخه يي ښځي او کوچنیان دي ، مرستي پيل کړي دي .
ښاغلی ښادمن وايي ، چي دغو جنګ ځپلو ته يې په کابل کي د اوسيدلو دپاره اطاقونه ، ډوډۍ او نور سهولتونه برابر کړي دي ، د نوموړي په خبره چي دا کار يي يوازي د انسان او افغان دوستۍ له مخي کړی دی او هڅه کوي چي د دا ډول اسانتياوو په برابرولو سره ملي يووالی غښتلی سي .
حکمت ښادمن تر دې مخکي هم په ډيرو برخو کي د خلکو سره مرستي کړي دي .
کندز دوې اونۍ مخکي سقوط وکړ او تر اوسه لا جګړې رواني دي ، د جګړو له امله هلته زرګونه کورنۍ بې ځايه سوي دي او بيړنيو مرستو ته اړتيا لري .