دخپریدو نیټه : 2015-10-10 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
د کندز د جنګ ځبلو سره د ښادمن مرسته مخ پر پراخيدو ده .
سيع غيرتمل
د کندز د بيوزلو او بې ځايه سويو کورنيو سره د ملي سوداګر حکمت الله
ښادمن مرسته نوره هم پراخه سول ، تر دې مهاله د کورنيو شمير ۱۱۵
ته او د کسانو شمير ۷۰۰ تنو ته رسيدلی دی ، نوري کورنۍ هم پر راستنيدو دي او د ښادمن له لوري ورته د خدماتو لړۍ پراخه سوې ده .
د مخکي راغلو کورنيو شمير يوازي ۵۵ وو او د کسانو شميره ۲۸۰ تنه وو .
ښاغلی ښادمن وايي ، چي دغو جنګ ځپلو ته يې په کابل کي د اوسيدلو دپاره اطاقونه ، ډوډۍ او نور سهولتونه برابر کړي دي ، د نوموړي په خبره چي دا کار يي يوازي د انسان او افغان دوستۍ له مخي کړی دی او هڅه کوي چي د دا ډول اسانتياوو په برابرولو سره ملي يووالی غښتلی سي .
حکمت ښادمن تر دې مخکي هم په ډيرو برخو کي د خلکو سره مرستي کړي دي .
کندز دوې اونۍ مخکي سقوط وکړ او تر اوسه لا جګړې رواني دي ، د جګړو له امله هلته زرګونه کورنۍ بې ځايه سوي دي او بيړنيو مرستو ته اړتيا لري .