دخپریدو نیټه : 2015-10-11 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د امریکا پوځ پرون له ګوانتنامو ۴ افغان بندیان افغانستان ته لېږلي
احمد فیصل
امریکايي رسنۍ وايي چې د دغو کسانو د خوشي کېدو غوښتنه افغان ولسمشر اشرف غني کړې وه. د دغو څلورو بندیانو له خوشي کېدو سره په ګوانتنامو کې ۱۳۲ تنه بندیان پاتې شول چې د یو کال پخوا په پرتله تر ۲۴ زیات لږ دي. اټکل کېږي چې له ګوانتنامو څخه به نور بندیان هم د کانګریس تر انتخاباتو مخکې خوشي شي. د امریکا د کانګریس جمهوري غوښتونکي غړي د ګوانتنامو د بندیانو د خوشي کېدو مخالف دي خو دیموکراتان هڅه کوي چې مخکې تر دې چې په کانګریس کې د جمهوریتپالو کنټرول ډېر شي، زیات بندیان خوشي شي. مک کلاتي خپرونې د افغانستان د ولسمشر په غوښتنه د امریکا له لوري د څلورو افغان بندیانو خوشي کېدا د افغانستان د نوي حکومت او امریکا ترمنځ په اړیکو کې د اعتماد د زیاتېدا ښکارندویه بللې ده.