مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-11   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د کندوز خلک: سیمه ییزو پولیسو او ناقانونه وسله والو مو کورونه چور کړي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د کندوز خلک چې ډېری یې اوس له دغه ښاره کډه شوي وايي، په کندوز کې د حکومتي عملیاتو پر مهال سیمه ییزو پولیسو او ناقانونه وسله والو د خلکو کورونه لوټلي او د میلونونو افغانیو په ارزښت توکي یې وړي دي. خو د کورنیو چارو وزارت وايي، کله چې طالبانو پر کندوز برید وکړ دولتي او شخصي شتمنۍ یې لوټلې او تر اوسه د سیمه ییزو پولیسو یا ناقانونه وسله والو له لوري د خلکو د کورونو د لوټلو په اړه قضاوت نه شي کېدای. په ولسي جرګه کې د کندوز استازو هم څو ورځې وړاندې ویلي وو چې طالبانو بانکونه او صرافۍ نه دې چور کړي، بلکې هغه خلک دغه ګنګوسې خپروي چې د همدې ځایونو د لوټلو نیت لري. د سرنوشت ورځپاڼې خبریال په کابل کې د هغو کورنیو لیدو ته ورغلی و چې له کندوزه را کډه شوې او د کابل په نوي ښار سیمه کې اوسېږي. دغه کورنۍ ډېری یې شکایت کوي چې د دوی تر راتګ وروسته سیمه ییز پولیسو، ناقانونه وسله والو او یا غلو د دوی کورونه لوټلي او د خلکو د کورونو دروازې یې ماتې کړې دي. د عایشې په نوم یوه سپین سره مېرمن وايي چې دوی د کندوز په دریمه ناحیه کې کور لري؛ خو تېره ورځ ورته خلکو احوال ورکړ چې د کور دروازه یې ماته شوې او توکي هم ترې ایستل شوي دي. دا وايي، دغه کار هغه سیمه ییز پولیس او ناقانونه وسله وال کوي چې له وړاندې په همدې سیمو کې پراته وو او ټول عمر یې په لوټلو کې تېر شوی دی. ازاد خبریال عتیق الله چې په کندوز ښار کې دی وايي، د لسګونه کورونو توکي لوټل شوي دي. دی وايي، د کورونو لوټل او غلا طالبانو نه دي کړي، بلکې د دولت د عملیاتو پر مهال دغه چاره ترسره شوې ده. د ده په وینا، طالبانو دولتي شتمنۍ ګډې وډې کړې او یو شمېر توکي یې له ځان سره وړي او سوځولي دي؛ خو تر ډېره یې د خلکو د کورونو په لوټلو کې رول نه دی لوبولی. دغه خبریال د څو سیمه ییزو قوماندانانو نومونه اخلي چې له تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو څخه یې تازه دمي ناقانونه وسله وال هم راوستلي دي. نوموړی زیاتوي: ((دلته سیمه ییزو پولیسو یا ناقانونه وسله والو له تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو څخه ځینی افراد راوستلي دي، همدې بهرنیو کسانو د خلکو د کورونو په چور کې زیات رول لوبولی دی.)) د کورنیو چارو وزارت وايي چې دوی تر اوسه د سیمه ییزو پولیسو، غلو او یا نورو ډلو له لوري د خلکو د کورنو د لوټلو پخلی نه شي کولی. د وزارت ویاند صدیق صدیقي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل چې طالبانو د برید پر مهال په کندوز کې ګڼې شخصي او دولتي شتمنۍ لوټلې دي؛ خو دا به لا تر اوسه تر وخت وړاندې وي چې د عملیاتو پر مهال د خلکو له کورونو د غلا په اړه قضاوت وکړي. صدیقي وايي دغه کار څېړنو او پلټنو ته اړتیا لري چې د عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته به بشپړ شي. د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د کندوز حالت لا هم ارام شوی نه دی خو امنیتي ځواکونو په یو شمېر برخو کې پرمختګونه کړي دي. دی د بېلګې په ډول تېره ورځ په یوه کور کې د اتو طالبانو نیول یادوي چې ځانونه یې د ملکي وګړو په سیمه کې پټ کړي وو. په ولسي جرګه کې د کندوز استازي انجنیر کمال هم څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې په غونډه کې وویل چې طالبانو بانکونه، صرافۍ او د سروزرو هټۍ نه دي لوټلی، بلکې هغه خلک دغه ګنګوسې خپروي چې د همدغه کار نیت لري. د ده موخه له دغو کسانو هغه سیمه ییز پولیس او ناقانونه وسله وال وو چې د کندوز د سقوط لامل هم شول.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery