دخپریدو نیټه : 2015-10-13 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د غزني سقوط د نیم افغانستان سقوط دی
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
سره له دې چې امنیتي بنسټونه د غزني امنیت د اندېښنې وړ نه بولي، خو د غزني خلک او د کابل-کندهار د لویې لارې مسافر وايي چې پرون د دویمې لپاره هم دا لویه لاره تړلې او د غزني ښار په څنډو کې سخته جګړه پیل شوې ده.
سیاسي شنونکي واييد غزني سقوط د نیم افغانستان د سقوط په معنا دی او که حکومت ورته جدي پام ونه کړي ټول جنوب له ګواښ سره مخ کیږي.
په غزني کې مدني فعال شیبر احمد واييچې په ټول غزني ښار کې د طالبانو د برید ګنګوسه خپره ده او د ښار ټولې هټۍ تړلې دي.
دی وايي د غزني د سقوط وېره هغه مهال زیاته شوه چې طالبانو غزني زندان مات کړ او سلګونه خوشي شوي زندانیان یې خپلو لیکو ته جذب کړل.
نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، د ښار په شاواخوا کې سلګونه طالبان را غونډ شوي؛ خو امنیتي ځواکونو یې پر وړاندې جدي ګامونه نه دي اخیستي.
دی زیاتوي، چې طالبان دا ځل په بل تکتیک غزني سقوط کوي او هغه داسې چې لومړی یې لویه لار او له مرکز سره د ولسوالیو نښلېدونکې لارې تړلې او کله چې دولت د یادو لارو پر خلاصولو بوخت کړي دوی به پر ښار برید وکړي.
د کابل د ولایتي شورا غړی واقف الله روحاني واييکه غزني ته جدي پام ونشي د هېواد ټول جنوبي ولایتونه له ګواښ سره مخ کیږي.
نوموړي سرنوشت ته وویل، له دریو ورځو راهیسې د نا امنۍ یا د پلونو د الوزولو له امله د کابل-کندهار لاره تړلې په داسې حال کې په جنوب کې ټولو امنیتي ځواکونو ته له همدې لارې اکمالات کیږي او هره ورځ پرې زرګونه کسان تګ راتګ کوي.
د روحاني په خبره دا مهال په هلمند، کندهار، ارزوګان او یو شمېر نورو سیمو کې هم جګړې دي نو که هلته امنیتي ځواکونو ته پر وخت اکمالات نه کیږي هغوی اړ کیږي چې سیمې پریږدي.
دده په وینا د غزني امنیت باید د حکومت لومړیتوب وي، ځکه د نیم افغانستان لاره پر همدې ولایت ده.
د غزني د والي مرستیال هم وايي، چې طالبان د موټرو سپرلۍ او ملکي خلک د سپر په توګه کاروي.
دی وايي پرون غرمه وسله والو د کابل-کندهار لارې پر سر د ناني ملا نانو بابا او شهباز خان په سیمه کې پر څو پوستو هم مهاله جګړه پيل کړه، چې دغه سیمې د غزني ښار په اته کیلومترۍ کې پرتې دي.
عبدالعلي احمدي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، د غزني په ښار کې امنیتي ځواکونه د چمتوالي په حال کې دي او تېره ورځ لسګونه تړلې هټۍ بیرته پرانیستل شوې دي.
د ملي دفاع وزارت هم د غزني حالت د اندېښنې وړ نه بولي او په وینا یې امنیتي ځواکونو د غزني ښار له څنډو طالبان په شا تمبولي دي.
د وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري وايي، چې په غزني کې وسله وال پوځ مېشت دی او هیله لري چې نوی ټاکل شوی امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل له هغوی سره په همغږۍ د وسله وال پر ضد مبارزه وکړي.