مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-14   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ماشومان ولې په دروغو اخته کیږي؟

benawa afghanistan
سرچینه : پوهیالی محمد طاهر خپلواک
مونږ ټولو د دروغجن شپون د دروغو کېسه او د هغې پایلې اوریدلې او یا مو لوستلې دي. د دروغجن شپون څرګند او لوی صفت دروغ دي. دروغ په لویانو او ماشومانو کې هم زیات لیدل کېږي یعنې دروغ یوازې د دروغجن شپون صفت نه دی. په حقیقت کې دروغ په ټولو زمانو کې یو ټولنیز آفت دی چې ډېرې بدۍ زیږوي. په هره ټولنه کې چې دروغ رواج وي په هېڅ ډول یوه سالمه ټولنه نه بلل کېږي، هغه ټولنې چې د پرمختګ اوبدلون په حال کې دي په هغې کې صداقت او ریښتینولۍ ځالې جوړې کړې او ریښتیني بچېان یې زیږولي دي. دروغ د خلکو ترمنځ دوښمنۍ را منځته کوي او د هغوی تر منځ د بې اعتمادۍ فضا ایجادوي او هغوی یو له بل څخه لرې کوي او ترمنځ یې هیڅ ډول مرسته نه ترسره کېږي او په هغوی کې الفت او محبت نه تر سترګو کېږي. د اسلام سپیڅلی دين هم دروغ یوه کبیره ګنا بللې ده او فرمایی چې: إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ. له شک پرته الله (ج) هغه څوک چې تجاوز کاره او دروغجن وي د خلاصون او راستکارۍ لارې ته یې هدایت او لارښونه نه کوي. همدارنګه د بشر ستر پیشوا حضرت محمد(ص) هم فرمایلي دي چې صداقت او ریښتینولي انسان د خیر او نیکۍ خواته هدایت کوي او ښېګڼه او نیکي انسان جنت ته بیایي او دروغ انسان فسق او فجور خواته سوق کوي او فسق او فجور انسان دوزخ ته بیایي. خلاصه دا چې په آیاتونو او احاديثو کې په دي اړوند زیات څه لیدل کېږي. همدارنګه محمد ص فرمایلی دي چې منافق انسان درې نښې لري: کله چې خبرې کوي دروغ وایي، کله چې وعده کوي په خپله وعده وفا نه کوي او کله چې امانت ورسپارل کېږي په هغې کې خیانت کوي له شک پرته چې ماشومان هرڅه له خپل مور او پلار څخه زده کوي او هر څه چې والدين ووایي هغوی یې خپل سر مشق ګرځوي . کله چې مور او پلار هر هغه څه چې تر سره شوې وي او په هماغه ډول یې بیان کړې په حقیقت کې په خپلو ماشومانو کې د صداقت او ریښتینولۍ تخم کري. کله چې ماشومان دروغ وایي نو د دې پر ځای چې هغوی رټل،وهل او یا و ځورول شی، باید د هغې د دروغو علت د پیدا کولو لپاره هڅې وشي. د حقیقت پیدا کول او ورباندې پوهیدل ماشومانو ته د ریښتینولۍ د زده کړې لپاره لومړی قدم دی. د انسان د فطرت یوه ښه او لویه ځانګیړنه ( ریښتیا ویل) دي. له بده مرغه په دې تولنیز اوخطر ناک مرض نه یوازې لویان اخته دي بلکه په ماشومانو کې هم زیات لیدل کېږي، او ددي لپاره چې نور وګړي په ځان را جذب کړي د دروغو څخه کار اخلي . والدين او ښوونکې باید دې ته پاملرنه وکړي چې ماشومان د وړکتوب څخه دروغ زده کوي او د عمر ترپایه پورې به په دروغو ځان پالي. دروغ ویل د خپل چاپیریال (کورنۍ، کوڅې، ملګرو او دوستانو) په ټوله کې د ټولنې څخه چې په کې ژوند کوي زده کوي یې، په د مانا چې دروغ یوه فطری پديده نه بلکه یوه کسبي پديده ده چې د چاپیریال څخه زده کېږي. دروغ یو بد خوی دیچې که ادامه پیدا کړي په عادت بدلیږي چې وروسته بیا د انسان ټول شخصیت تر خپل پوښښ لاندې راولې. دروغجن شخص د دروغو له لارې خپل د ضعف ټکي پټوي او نور ګمرا کوي او فریب ورکوي، ځان له رټلو څخه ژغوري او د نورو پام ځان ته را اړوي. واړه ماشومان چې د وړو پديدو او شیانو سره پوره اشنایي نه لري، د هغوی دروغ تر ديره د خیال پلوۍ بڼه لري او ډیر کم د نورو د فریب لپاره ور څخه کار اخلي. تر درې یا څلور کلنۍ پورې ماشومان دروغ د لویانو په ډول نه کاروي، یعنی د هغوی موخه دانه ويچې نوروته د دروغو په توګه فریب ورکړي بلکه د خیال پلو بڼه لري. د څلور کلنۍ څخه وروسته د مختلفو ټولنیزو، ناسمو روزنیزو او د چاپیریال د عواملو له مخې دروغ ویل په ماشومانو کې ځای نیسي. او ددي علت دادیچې ماشومان د واقعیتونو او تخیلاتو تر منځ توپیر نه شي کولی، یعنې څه شی چې ویني او څه شیچې تصور یې کوي یو ډول یې ګوري په دې سره سپارښتنه کېږيچې ماشومان باید د جزیاتو به بیانولو اړ نه کړو، او د ماشومانو څخه باید د هغوی د ذهنيوړتیاوو مطابق د ځواب ویلو تمه ولرو. او مهمه داده چې د هغوی تخیلات کم ونه ګڼل شي یعنې ورپسې ونه خندل شي بلکه په سړه سینه د هغوی سره چلند وشي او هغوی ته ور وښودل شيچې څه شی حقیقت او څه شی غیر حقیقت دی. ددي لپاره چې خپل ماشومان رښتیا ویونکي وروزو، نو لومړی باید د خپلو اعمالو په نسبت نهایت پام وکړو او له نورو سره د اړیکو پر مهال دقت وکړو، روزنه باید د ماشومتوب د وخت څخه پیل شي، یعنې ریښتینولۍ ته باید د ښوونځی څخه مخکې پام وشي او بنسټ یېکېښودل شي. په ۳- ۵ کلنۍکې دروغ ویل د ماشومانو د متداوله کړنو څخه یوه کړنه ده چې د اخلاقی پلوه ستونزه نه لري. ماشومان په دې عمرکې په دوه ډوله دروغ وایي : کله چې ماشومان د یو نا امن او نا مطمعین موقیعت سره مخامخ شي او ویره احساس کړي د دروغ ویلو سره روږديکیږي. دروغجن ماشوم په قاطع او صریع ډول خبرې نه کوي، په نورو اعتماد له لاسه ورکوي او د اطرافیانو په نسبت بدبین کېږي. په دې مواردو کې والدين باید ماشومانو ته د دروغجن انسان په سترګو ونه ګوري ځکه چې دا ډول چلند بدې پایلې او عواقب لري. د دروغو د مخنیوي او درمان لپاره د دروغو د علتونو پیژندل یو ضروري کار دی. دروغ ویل د کمزورو کسانو د لاس یوه آله ده او د یوې ستونزې په توګه ډول ډول او متعدد عوامل لريچې یو شمیر یې په لاندې ډول دي د دروغ ویلو انګیزې او لاملونه څوک چې دروغ وایي ممکن بیلا بیلې انګیزې ولريچې ددې عواملو پیژندنه د دروغو د مخنیوي او درمان لپاره لازم کڼل کېږي. په لاندې ډول کولای شو د دروغو انګیزې په ګوته کړو: 1. د ځان ښودنې انګیزه: ماشومان په فطري ډول پاملرنې(توجه) ته اړتیا لري، په همدې خاطر ځان ته د نورو د توجه د جلب کولو لپاره دروغ وایي. 2. د خیال پلوی انګیزه: ډیر ماشومان د نامساعد کورنۍ وضعیت او دروغ سره د شديد تمایل په خاطر خیال او واقعیت نه پیژنپ او په پایله کې دا دواړه سره ګډوي او محصول یې دروغ دي. 3. د تقلید انګیزه:ماشومان د قوي دوربینونو په ډول دي، هغه څه چې د هغوی په اطراف کې ترسره کېږي کولای شي پرته له کوم عیب او نقص څخه یې ضبط کړي او په راتلونکيژوند کې هغوی تیت کړي. په دې سره په ماشومانو کې د ریښتیا ویلو د ودې د عواملو څخه یو هم کورنۍ چاپیریال دی. په هغو ځایونو کېچې والدين او د کورنۍ او چاپیریال نور غړي ریښتیا وییونکيدي، طبعاً چې ماشومان په راسته او ریښتینې لار ځي او ریښتیا ویونکي روزل کېږي. برعلاوه په هغه ځای کېچې والدين دروغ وایي او په دې بد عادت اخته وي، قطعاً چې ماشومان هم دروغجن کېږي. په حقیقت کې ماشومان د دروغو اولین درس له مور او پلار او اطفرافیانو څخه زده کوي. په روښانه ډول د کورنۍ د غړو او نږدې کسانو دروغ ویل ماشومان دروغجن کوي. کله چې یو څوک په دروازه کې غږ کوي او پلار خپل زوی ته وایيچې ورشه او ورته ووایه چې پلار په کور کې نشته، نو په غیر مستقیم ډول خپلو زامنو ته دروغ ویل لیږدوي. 4. د تعارض انګیزه: تعارض هغه موقعیت دیچې ماشوم په دوه لارو کې پاتېکېږي، چې یا دواړه لارې غواړي او یا به یې نه غواړي، اما یوه لاره باید انتخاب کړي. دا ددې باعث کرځيچې دروغو ته مخ واړوي. 5. درندې ستونزې:په ماشومانو باندې د درندو ستونزو ټپل او د هغوی څخه د دوی د وړتیا څخه لوړه تمه درلودل. طبعا کله چې ماشوم ته ورسپارل شوې ستونزه ترسره نه کړي ددي لپاره چې مجازات نه شی دروغ وایي. 6. د مور او پلار په خپلو وعدو عمل او وفا نه کول: کله چې والدين په خپلو وعدو عمل نه کوي نو په حقیقت کې په خپلو ماشومانو کې د دروغو تخم شیندي. 7. د مجازاتو څخه ډار: کله چې ماشوم په دې پوه شيچې که په یو ترسره شوی کار اقرار کول مجازات لري نو ددې لپاره چې مجازات نه شی دروغ وایي. 8. له ماشومانو سره تاوتریخوالی: کله چې ماشومان وهل کېږي نو ددې لپاره چې د وهلو څخه ځان وژغوري دروغ وایي او د هغې په واسطه ځان خلاصوي. 9. په ماشومانو باندې فشار راوړل ترڅو په جزیاتو باندې خبرې وکړي:چې دا کار ماشوم دروغ ویلو ته هڅوي. 10. عادت: ځینې ماشومان د عادت په ډول دروغ وایي، په ځانګړي ډول که ماشوم ته د دروغجن لقب ورکړل شي. نو په دې صورت کې ماشوم په ناپوهۍ او بې هوښیارۍ ډول دا نقش ځان ته اخلي او دروغ وایي. د دروغ ویلو د مخنیوي لارې چارې وایي مخنیوی له درملنې څخه اولتر یا ښه دی. دا مطلب هم به بدني ناروغیو او هم په رواني ناروغیو ، ګړنیزو او عادتي اختلالاتو کې صادق دي، او د اقتصادي پلوه هم مخنیوی د درملنې په نسبت ارزانه تمامیږي، همدا دلیل دیچې په راحتۍ سره ترسرهکېږي. په دروغ ویلو کې هم همدا وضعیت شتون لري. دروغ ویل که دوام پیدا کړي هم د فرد او هم د کورنۍ لپاره ډیر تاوانونه لري. لاندې موارد هغه کړنېديچې کولای شي د دروغ ویلو څخه مخنیوی وکړي 1. موادبانه دروغ مه وایی: د ماشومانو د دروغ ویلو سبب داديچې په کورنۍ چاپیریال کې د مور او پلار یا نورو غړو څخه بدې خبرې اوري. مثلا د یو کس په حضور کې صفت کول او په غیاب کې ورپسې بد او رد ویل. کله چې ماشومان دا ډول بد او رد او دا خبرې اوري تاسو ته د دروغجن په سترګو ګوري او متوجه کېږيچې تاسو په خپلو خبرو کې صادق نه یاستۍ او دروغ وایئ. 2. له ماشومانو څخه باید داسئ پوښتنی ونه شيچې هغوی د ځان د دفاع لپاره ناسم ځواب درکړي. 3. د تل لپاره پوښتنې مه پوښتنئ: دایم پوښتنې هغه پوښتنېديچې د هغې ځواب موږ ته معلوم وي. کله چې تاسو ګوری د ماشوم څخه یو شی ماتیږي او وروسته د هغې څخه پوښتنه کوی چې دا شی چا مات کړ، په حقیقت کې هغه دروغ ویلو ته هڅوی. 4. په یو بشپړ آرام او صمیمی وضعیت کې ماشوم ته د دروغو مضرات او تاوانونه تشریح کړئ، 5. هغه څه چې د ماشومانو له وړتیاوو څخه لوړ دي په هغوی یې مه تحمیلوئ. کله چې ددېډول کارونو په ترسره کولو کې ځان عاجز وویني نو د خپل شخصیت د ساتلو په خاطر دروغ ویلو ته پنا وړي. 6. ماشومانو ته هیڅ کله داسې وعده مه ورکوئچې د هغې په ترسره کولوکې عاجز یاستۍ.ځکه چې ماشوم ستاسو توجیهات نشي درک کولی او تاسو په دروغو متهم کوي. او وروسته ستاسو همدا لار تعقیبوي، یعنی دروغ وایي. 7. د هغه پوښتنو څخه چې په ډیر احتمال سره ماشوم شاید د هغې په ځواب کې ناسم ځواب ووایی پرهیز وکړئ. 8. ماشومانو ته د ریښتیا ویلو ارزښت څرګند کړئ. 9. له ماشومانو سره مرسته وکړئتر څو واقعیت له تصور څخه بیل کړي. 10. ماشومان تشویق کړئ تر څو حقیقت ووایي. کله چې هغوی ریښتیا وایي تاسو ورته ووایاست چې، له ریښتیاویلو د مننه، خوشاله شوم چې حقیقت د وویل او داسې نور 11. د ماشومانو لپاهد ریښتیاویلو یوښه موډل جوړ شئ: که تاسو خپله دروغ ووایی او یا هغوی ته وعدې وکړئ او ورباندې عمل ونه کړئ. نو د ریښتیا ویل اهمیت له منځه ځی. نو کوشش وکړئچې ماشومانو ته ریښتیا ووایی. 12. د ماشومانو کار تر خپل کنټرول لاندې راولئ. په ځای ددېچې د ماشوم څخه پوښتنه وشيچې کورنۍ دنده یې ترسره کړې او کنه، د هغوی څخه وغواړئچې هغه تاسوته در وښیي. دا کار ماشوم ته دا خبر ورکويچې د هغوی ټولې کړنې ستاسو تر کنټرول لاندېدي. 13. ماشومانو ته ریښتینې کیسې یا داستانونه ووایئ. 14. هڅه وکړئ تر څو تاسو د والدينو په توګه هیڅکله دروغ ونه وایئ. 15. هیڅ وخت د ماشومانو معمولۍ خطاګانو ته په شديدي غصئ او عصبانیت ځواب مه ورکوئ. 16. ماشومانو ته د دروغجن خطاب مه کوئ.ځکه چې د وخت په تیرویدو سره هغوی ته صفت اخلي او په دروغو بدلیږي. 17. د ماشومانو خصوصي حریم ته احترام وکړئ. 18. هیڅ وخت د ریښتیا ویلو لپاره ماشوم مه تهديدوئ، ځکه هغه مجبوروئچې ځینې وخت ریښتیا ونه وایي. 19. له ماشومانو سره په کافی اندازه محبت وکړئ. د ماشومانو په روزنه کې د ټولو ستونزو کلي محبت دي. 20. د روغ هم د هر رفتار په ډول لاملونه لري نو کوښښ وکړئچې د دروغو لاملونه پیدا کړئ. 21. په کورنۍکې باید ماشوم ته پوره احترام وشي که ونه شي نو هغه د ضعف احساس کوي او ددې ضعف د لرې کولو لپاره دروغ وایي.، 22. له ماشوم څخه مه غواړئچې د یوې پیښې په ټولو جزیاتو په دقیق ډول خبرې وکړي. ځکه چې هغه جزیات هیروي او که ورباندې فشار راوړل شي نو دروغو ته مخه کوي. د دروغ ویلو درملنه • کله چې ستاسو ماشوم دروغ وایي خپله غوسه وساتئ: که ستاسو چلند له عصبانیت او هیجان سره مل وي، ماشوم بل ځل بیا دروغ وایي، ماشوم خبره په داسی ډول چې تاسو خوشاله کړي په دروغو بیانوي. • ماشومان د دروغ ویلو په خاطر مه محکوموئ: ماشومان د دروغ ویلو په خاطر دروغجن مه بولئ، دا لقب ددې باعث کرځيچې هغوی یو منفي باور پیدا کړي او دروغو ته مخ را واړوي • د ماشوم شخصیت او کړنې یو له بل څخه بیلې کړئ: د بیلګې په ډول که ماشوم دروغ وویل، مه ورته وایی چې تل دروغجن یې او د اعتماد وړ نه یې، بلکه د هغوی دروغ رفتار د شخصیت د منلو په ضمن کې محکوم کړی تر څو د هغه په رفع کولو کې هڅه وکړئ نه داچې ټول شخصیت بې مانا احساس کړئ. • د دروغ په لیدلو سره چټک عمل مه کوئ او تنبیه ته مخ مه اړوئ. هڅه وکړئ لومړی د دروغو عوامل پیدا او وروسته یې په له منځه وړلو کې کوښښ وکړئ. • باید دې ټکې ته پام وشيچېد دروغو درمان و خت تیریدو ته اړتیا لري، ځکه چې د یو بد رفتار لرې کول او پر ځای یی نیک او ښایسته خلق ځای په ځای کول په یو یا څو خلکو امکان نه لري، افراد باید و هڅول شي تر څو نیکو اعمالو ته مخه کړي او ترسره یې کړي او د بدو کارو څخه لکه دروغ لاس واخلي. له بل لورې مربیان باید د روزنیزو وسایلو په ټولګه کې ځای ناستي موارد ولري، ترڅو وکولای شي نېکې کړنې د بدو کړنو پرځای را منځته کړي. • ریښتیا ویل له هغوی سره تمرین کړئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery