مقام
نن مې فکر ورونو داسي بی مجال دي
یو ساعت راته په مثل د یو کال دي
د یا قوت او زمرود غمي تري جار شه
ورنه ښکلي د لیلا د زني خال دي
اننګي یی سره انار د قندهار دي
خدای(ج) ورکړی ښاپیرۍ پشان جمال دي
د یوسف (ع) ښایست میراث کښي ورته پاتي
نوراني صورت ورکړي ذ والجلال دي
په یخ ژمي کښی خوله مې پر مخ راشي
را خپور شوي مې په زړه د میني جا ل دي
ما ویلي زړه مې تا با ندی بیا للي
دي ویلي زما او ستا منځ کښی د یوال دي
عنبري خوشبوي یی تلله د زلفانو
پري تړلې بند په بند زړه د (روغوال) دي