دخپریدو نیټه : 2015-10-14 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د ډله ییز امنیتي تړون ټولنه: په افغانستان کې ۳ زره داعشیان فعال دي
احمد فیصل
د ډله ییز امنیتي تړون ټولنه، چې روسیه او د پخواني شوروي اتحاد یو شمېر جمهوریتونه یې غړي دي، وايي شاوخوا ۳ زره داعشیان په افغانستان کې فعالیت کوي. د ډله ییز امنیتي تړون ټولنې په یوه غونډه کې چې پرون په مسکو کې جوړه شوې وه ویل شوي د دوه زره او درې زره ترمنځ د داعش وسله وال په افغانستان کې موجود دي او عملاً په جګړه کې برخه لري. دې ټولنې په افغانستان کې د داعش زیاتېدونکي نفوذ ته په پام اندېښنه ښکاره کړه چې له افغانستان سره د دې ټولنې د پولو امنیت به نور خراب شي. د دوی په وینا په ځانګړي ډول د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په پوله کې حالات مخ په خرابېدو دي.