دخپریدو نیټه : 2015-10-14 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
چاودنې په خوست کې ۶ قومي مشران ټپیان کړي
احمد فیصل
د خوست ولايت په اسماعيل خېلو او مندزيو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې شپږ قومي مشران ټپيان کړي دي.د اسماعيل خېلو او مندزيو ولسوال وايي چې شاوخوا يوولس بجې د دې ولسوالۍ په ورزې سيمه کې د قومي مشرانو پر موټر چاودنه شوې ده.د هغه په وينا، قومي مشران په يو سراچه موټر کې سپاره و چې د ماين چاونه پرې وشوه او له امله يې شپږ تنه ټپيان شول.هغه زياته کړه: ((دغه قومي مشران خوست ښار ته روان و ترڅو له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په غونډه کې ګډون وکړي.))د خوست والي حکم خان حبيبي هم پر يادې پېښې خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې ډير ژر به يې عاملين ونيسي.