دخپریدو نیټه : 2015-10-17 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
سږ کال تر اوسه ۷۰ زره ټنه مېوه بهر ته صادره شوې
احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
سږ کال له افغانستانه تر اوسه بهر ته شاوخوا ۷۰ زره ټنه تازه مېوه صادره شوې ده.
شمېرې ښيي چې سږ کال به د تېر کال په پرتله د تازه مېوې صادرات ۱۱ په سلو کې ډېر وي.
په افغانستان کې لا تر اوسه د تازه مېوو سیزن پای ته نه دی رسېدلی او اوس د انګورو، انارو او مڼو سیزن دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي حاضر دمه هره ورځ پاکستان، هند او عربي هېوادونو ته زرګونه ټنه تازه مېوه صادرېږي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صنایعو او صادراتو د پراختیا عمومي مدیر «میر زمان پوپل» وايي، چې اوس مهال په افغانستان کې د انګورو، مڼو او انارو سیزن دی.
خو دی وايي چې هند له تېرو څو ورځو خپل هېواد ته د افغانستان د مڼو پر صادراتو بندیز لګولی دی.
نوموړي د بندیز د لامل په اړه بې خبري وښوده، خو زیاتوي چې د ستونزې د حل لپاره له هندي لوري په خبرو کې دي.
پوپل له همیانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې سږ کال د تېر کال په پرتله د تازه مېوو حاصلات ښه وبلل، خو د بازار په برخه کې یې د ستونزو یادونه وکړه.
د هغه په وینا، پاکستان چې د افغانستان د تازه او وچې مېوې لپاره یو ښه مارکېټ دی، هر کال د سبزیجاتو او مېوو په سیزن کې افغانستان ته ستونزې جوړوي.
میر زمان پوپل زیاته کړه، د پاکستان حکومت د ګمرکي تعرفې په برخه کې ستونزه تر اوسه نه ده حل کړې او اوس هم له افغاني محصولاتو دېرش سلنه لوړه مالیه اخلي.
پاکستان سږ کال د افغانستان پر کرنیزو محصولاتو په ځانګړې توګه پر تازه مېوې ګمرکي تعرفه دېرش سلنې ته لوړه کړې ده.
د پوپل د معلوماتو له مخې پاکستان تېر کال له یو موټر افغاني انارو څخه پنځوس زره کلدارې اخیستې، په داسې حال کې چې سږ کال له یو موټر څخه یونیم لک کلدارې اخلي.
د سوداګرۍ خونې دغه چارواکي وویل چې سږ کال په ټولیز ډول د افغانستان د تازه مېوې صادرات ډېر وو، چې بهر ته پر لېږد سربېره په کورني مارکېټ کې هم ورته ښه تقاضا موجوده ده.
پوپل وايي، د دوی د شمېرو له مخې سږ کال تر اوسه ۷۰ زره ټنه تازه مېوه بهر ته صادره شوې ده.
نوموړی وايي د پلان له مخې ټاکل شوې چې سږ کال بهر ته ټولټال لس زره ټنه مېوه صادره شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال ټولټال ۹۰ زره ټنه تازه مېوه بهر ته صادره شوې وه.
د سوداګرۍ خونه وايي، په داسې حال کې چې سږ کال د تازه مېوو حاصلات ډېر وو، د پاکستان له خوا د ګمرکي تعرفې د لوړېدو له امله افغان بڼوالو او کروندګرو سمه ګټه ونه کړه.
تمه ده چې سږ کال به د افغانستان د وچې مېوې حاصلات هم د تېر کال په پرتله ښه وي.
د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، هڅه کوي چې افغاني محصولاتو په بهر کې د بازار اسانتیاوې برابرې کړي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صنایعو او صادراتو د پراختیا د مسئول میر زمان پوپل په وینا دا مهال د افغانستان مڼو او انارو ته په بهر کې د بازار موندنې لپاره هڅې روانې دي.