مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-19   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د افغان جګړې لګښت د ناخالصو کورنیو تولیداتو څلور چنده دی

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
یو تازه څېړنیز راپور ښيي، په ۲۰۱۴ کال کې جګړې او تاوتریخوالي په افغانستان کې ۹ میلیارده ډالره لګښت درلود، چې د ورځې ۲۴ میلیونه ډالره کېږي. دغه راپور د «سولې او برابرۍ لپاره د ډیموکراسۍ موسسې» له خوا په هرات، بامیان، ننګرهار، کابل، کندهار، فاریاب او کندوز کې له خلکو سره د مرکو او له بېلابېلو دولتي ادارو څخه د معلومات پر بنسټ د ۲۰۱۴ کال د ۸ میاشتو په ترڅ کې چمتو شوی دی. یاد څېړنیز راپور چې پرون خپور شو؛د امنیت، انساني پانګې او اټکلي عوایدو، د خسارې جبران، عامې روغتیا، ټپي کېدو او معلولیت، پوهنې، د زېربناوو ویجاړېدنې او پر پراختیايي چارو د هغه د اغېزو په اړه په کې بحث شوی دی. د دې موسسې مرستیال ادریس عمرزاد پرون یوې خبري غونډې ته وویل، هغه جګړه او تاوتریخجن افراطیت چې اوس هم په هېواد کې روان دی؛افغانستان، سیمه او نړۍ یې له پراخو اقتصادي لګښتونوسره مخ کړې او په دې څېړنه کې یوازې هغو لګښتونو ته اشاره شوې چې په افغانستان پورې اړه لري. دی وايي چې افغانستان د جګړې او افراطیت درنه بیه ورکوي او یوازې د ۲۰۱۴ کال جګړې او تاوتریخوالی ۹ میلیارده امریکايي ډالره لګښت درلود چې د ورځې ۲۴ میلیونه کېږي. د هغه په وینا، دا رقم د افغانستان د تېر کال د کورنیو نا خالصو تولیداتو څلور برابره کېږي. عمرزاده څرګنده کړه، پراختیا، زېربنا، پوهنه او روغتیا هغه سکتورونه دي چې د افراطیت او تاوتریخوالي له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي او روان کال د جګړې شدت ته په پام سره ښايي د تېر کال په پرتله دا لګښت لوړ شي. په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو د سولې انستیتیوت مشر شاه محمود میاخېل وايي چې د افغانستان جګړه کورني، سیمه ییز او نړیوال اړخونه لري، ځکه یې لګښت لوړ دی. د هغه په وینا، که دغه پیسې په پراختیايي چارو کې ولګول شي، نو افغانستان به له بې وزلۍ څخه را وباسي. میاخېل ټینګار وکړ، تر څو چې حکومتولي ښه او د قانون حاکمیت په ښه توګه عملي نه شي؛ د جګړې او تاوتریخوالی لګښت نه کمېږي او د دې د مخنیوي لپاره باید جدي هڅې وشي. په دې غونډه کې د کلید ګروپ مشرې نجیبې ایوبي هم وویل، چې په هېواد کې د جګړې دوام ډېر شمېر ځوانان په جنګ کې ښکېل کړي دي. هغې وویل، چې که جګړه نه وي، نو د جګړې لپاره ځانګړې شوې بودجه به په ښوونه او روزنه، اقتصادي پراختیا، روغتیا او نورو ټولګټو چارو کې ولګول شي. له دې مخکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي و، د افغانستان د جګړي د یوې ورځې په لګښت باندې یوه ولسوالي ابادیږي او د یوې میاشتې په لګښت يې یو ولایت جوړېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery