دخپریدو نیټه : 2015-10-19 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
طالبانو د امریکا ایف ۱۶ جنګي الوتکه ویشتلې ده
احمد فیصل
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د وسله والو طالبانو له لوري د امریکا یوه ایف ۱۶ جنګي الوتکه ویشتل شوې ده.د امریکا پوځي چارواکي وايي دا لومړی ځل دی چې د دوی دا پرمختللې الوتکه، چې ۱۰۰ ملیون ډالره ارزښت لري، په افغانستان کې ویشتل کېږي.الوتکه سخته زیانمن شوې خو یو مخ له کاره نه ده لوېدلې.فرانس پریس خبري اژانس د امریکايي چارواکو په قول وايي چې د الوتکې ټانکۍ لګېدلې خو پېلوټ توانېدلی چې تر هوايي ډګره یې ورسوي.دا برید د سې شنبې په ورځ د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې وشو.طالبانو بیا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امریکايي الوتکه یې د سې شنبې په ماښام ویشتې او غورځولې ده.