دخپریدو نیټه : 2015-10-19 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
جرمني، اېټالیا او ترکیې هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پاتې کېدو ته لېوالتیا ښودلې ده
احمد فیصل
د ناټو یوه قوماندان ویلي چې تر امریکا وروسته جرمني، اېټالیا او ترکیې هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پاتې کېدو ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.په اروپا کې د ناټو تر ټولو جګپوړي قوماندان جنرال فلیپ ایم بریدلوف رویټرزخبري اژانس ته وویل:«زموږ ګڼو متحدانو مخکې لا په اوسنۍ اندازه د ځواکونو د پرېښودو لپاره خپله لېوالتیا راسره شریکه کړې ده.»د ناټو اکثره غړو غوښتل چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي خو د طالبانو له لوري د حملو تر زیاتېدو وروسته د خپلو پرېکړو بدلون ته اړ شول.