مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-19   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر: له فساد سره د دولت مبارزه لفظي نه، بلکې عملي ده

احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني د ملي دفاع وزارت د لوژستیکي قراردادونو د څېړونکي پلاوي د راپور ورکولو پر مهال ویلي دغه راپور ښيي چې افغان دولت له فساد سره د مبارزې په برخه کې عملي ګامونه اخلي. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي د ملي دفاع وزارت په لوژستیکي تړونو کې د فساد د څېړنې په موخه د ګومارل شوي پلاوي مشر حمیدالله فاروقي ويلي، یو شمېر متخصصینو پنځه نیمې میاشتې پر دغه راپور کار کړی دی او هیله یې څرګنده کړې چې راپور به د فساد د مخنیوي په برخه کې ګټور ثابت شي.ولسمشر غني د ملي دفاع وزارت د لوژستیکي قراردادونو د څېړونکي پلاوي د زحمتونو د قدردانۍ په ترڅ کې ويلي، دا راپور د دې ښکارندوی دی، چې له فساد سره د افغانستان دولت مبارزه لفظي نه، بلکې عملي ده. ولسمشر ویلي راپور به په دقت ولولي او وروسته به د ملي دفاع وزارت د لوژستیکي قراردادونو د ارزونې پلاوي سره لیدنې ولري، ترڅو هغه وړاندیزونه چې دوی دولت ته کړي دي، عملي شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery