دخپریدو نیټه : 2015-10-20 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشر: افغان ځواکونه باید افغان شموله، غير سياسي او غير حزبي وي
احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني له ټولو کړيو څخه له امنيتي ځواکونو د ملاتړ د غوښتنې ترڅنګ ويلي چې زموږ امنيتي او دفاعي ځواکونه بايد افغان شموله، غير سياسي او غير حزبي وي. نوموړي دغه د هېواد دفاعي پوهنتون، پولیسو اکاډمۍ او د ملي امنیت له محصلینو سره په خبرو کې ویلي امنيتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د ثبات او استقرار اساسي بنسټونه دي. ولسمشر ویلي ځينې بدمرغې کړۍ غواړي چې د پخوانیو ناخوالو په تکرار سره د افغان ځواکونو دفترونه او وسلې چور کړي، خو ولسمشر ټینګار کړی چې هغوی به هېڅکله بیا دې هیلې ته ونه رسېږي.