دخپریدو نیټه : 2015-10-20 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
امریکايي ځواکونو یو زغره وال ګاډی په لوی لاس د بې پولې ډاکټرانو د روغتون له دیوال سره جنګولی
احمد فیصل
د امریکا دفاع وزارت منلې، چې په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو د بمبار شوي روغتون له وره سره تېره اونۍ د امریکايي ځواکونو یو زغره وال ګاډی په لوی لاس جنګول شوی او دننه ور ننویستل شوی و. پر دغه روغتون د اکتوبر په درېیمه د کندوز د جګړې پر مهال د امریکايي ځواکونو لخوا هوايي بمباري شوې وه، چې دوه ویشت کسان پکې وژل شوي وو. د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي، د دوی ځواکونو په تېره پنجشنبه د پلټنې په موخه خپل ګاډی دغه روغتون ته ورننویستی، خو دا ورته مالومه نه وه، چې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې کارکوونکي په روغتون کې موجود وو. بې پولې ډاکټرانو ویلي په زور دغه روغتون ته د ورتګ پر مهال امریکایانو د یاد شوي هوايي برید په تړاو ځینې شوني شواهد له منځه وړي او د دوی کارکوونکي یې خواشیني کړي دي.