دخپریدو نیټه : 2015-10-21 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
طالبانو د بولدک پر کميساري ډله ايز بريد وکړ .
لودين
وسله والو طالبانو نن دوه ساعته د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي د سرحدي پوليسو پر کميسارۍ بانده جګړه وکړه .
بريد نن ماښام اووه بجې لمړی د يوه موټرسيکل بم په چاونه پيل سو او وروسته دريو بريدګرو د کميسارۍ پر ودانۍ باندي د وسلو ډزي پيل کړي .
د سرحدي پوليسو او بريدګرو نښتي دوه ساعته دوام درلود او ماخستن نهه نيمي بجې پای ته ورسيده .
د کندهار د امنيه قوماندانۍ ويآند ضيا درانی وايي ، چي د نښتي پر مهال درې ځانمرګي بريدګر وژل سوي او د بريدګرو په ډزو کي دوو سرحدي پوليسو هم خپل ژوند د لاسه ورکړی او درې سرحدي پوليس هم ټپيان دي .
نوموړی وايي ، چي دا مهال په سيمه کي تصفيوي عمليات روان دي .
د بريد مسووليت وسله وال طالبان په غاړه اخلي ، طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي ، چي بريد دوی کړی دی او ګڼ پوليس يې وژلي دي .
سپين بولدک ولسوالي د پاکستان سره پر ګډ سرحد د ډورنډ د کرښي پر غاړه پرته ده او هره ورځ يي زرګونه افغانان له لاري پاکستان او افغانستان ته راتګ کوي .