تا خپل ځوانی کړه خاوري د یورپ په مزد ورۍ
لا لیهٔ اور دي و لګی په دا سی نوکرۍ
دا ډ یر کلونه وشول زه یم تا ته انتظا ره
خپل کور ته د را تلو دي همیشه څا رمه لاره
زما نور پکا ر نه دي ستا ډالري او روپۍ
لا لیه اور دي و لګی په دا سی نوکرۍ
زما پلار په دوزخ شه چې زه یی تا ته یم د رکړي
ډ یر زیا ت کلونه وشول چی په او ر یم سوزید لي
ښايسته عمر دي تیر کړو په بهر کښی د ځوانۍ
لا لیه اور دی و لګی په دا سی نوکرۍ
اولاد دي بی سواد شو لنډ غر ګرزي کو څو کښی
دا شپه او ورځ نیشه وي یا قمار وهې د یرو کښی
د لوږی نه څوک نه مري خدای (ج) رسۍ به یو مړۍ
لا لیه اور دی و لګی په دا سی نوکرۍ
دا تور ویښتان مې سپین شول یا ره ستا په طمع طمعهٔ
سپین مخ مې ګونځی ورکړي شوم زاړه د ډ يره غمهٔ
له ژونده یم بی زارهٔ چا ړه ږد م په خپل مرۍ
لا لیه اور دی و لګی په دا سی نوکرۍ
(روغواله) دي لیلا ته لږ زما نصیحت وکړه
ډیر ژر به ورته ورشم خیر دي لږ شان مهلت وکړه
د ولت او مینه د وا ړه بیا مزه کۍ په پیرۍ
لا لیه اور دی و لګی په دا سی نوکرۍ