مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د برېښنايي تذکرو د وېش په اداره کې اويا سلنه کارکوونکي له غير قانوني لارو ګومارل شوي

احمد فیصل
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه کمېټه وايي، د برېښنايي تذکرو د وېش په اداره کې اويا سلنه کارکوونکي له غير قانوني لارو پر دندو ګومارل شوي دي. دې کمېټې د برېښنايي تذکرو په اداره کې تر یوې څېړنې وروسته ویلي د دوى موندنو ښودلې، چې بېلابېلو کړيو کوښښ کړى، چې په ياده شوې اداره کې د خپلو کسانو د ځاى پر ځاى کولو له لارې خپلو سياسي موخو ته ورسېږي. نوموړي د زياتو جزئياتو له ورکولو پرته زياته کړه، د اوسني او پخواني حکومتونو ١٧ لوړپوړو غړو، د ولسي جرګې يو شمېر غړو او نورو اغېزې لرونکو کسانو د برېښنايي تذکرو د وېش په اداره کې خپل کسان استخدام کړي دي. خو هغه وايي، د دې ټولو غير قانوني ګومارل شويو کسانو نوملړ يې د خپلو موندنو له پايلو سره يو ځاى ولسمشر اشرف غني ته لېږلى دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery