دخپریدو نیټه : 2015-10-22 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
په کندهار کي د څانګي راډيو پر دفتر چاودنه وسوه .
په کندهار کې د يوې محلي راډيو د دفتر مخي ته چاودنه وسوه خو مرګ ژوبله نه لري .
چاودنه نن ماښام اووه بجې د کندهار ښار د ديارلسمي امنتي حوزې اړونده ساحه کي د څانګي راډيو د دفتر مخي ته چي مقناطسي ماين وو او د راډيو د ودانۍ پر دروازه نښلول سوی وو وسوه .
د راډيو مشر اغا شېر منار د چاودني هدف راډيو بولي خو چا ته پکښي مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
په چاودنه کي د راډيو د مشر موټر زيانمن سوی دی .
د کندهار امنيه قومانداني او ولايت مقام د پيښي پخلی کوي او وايي چي په اړه يي جدي پلټني رواني دي .
په کندهار کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې ، نی ، پريس کلب او ازادو خبريالانو د چاودني غندنه کړې ده او د دولت څخه غواړي چي د رسنيو امنيت خوندي کړي .
پر راډيو د بريد مسووليت چا په غاړه نه دی اخستی .