دخپریدو نیټه : 2015-10-22 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
AJSC په کندهار کي پر څانګه راډيو بريد وغانده .
د خبريالانو د خونديتوب کمېټه .
د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټه ( AJSC )په کندهار کي د څانګي راډيو پر دفتر چاودنه په کلکو ټکو غندي .
خبرپاڼه
نن ماښام اووه بجې د کندهار ښار د ديارلسمي امنتي حوزې په اړونده ساحه کي د څانګي راډيو د دفتر مخي ته چي مقناطسي ماين وو او د راډيو د ودانۍ پر دروازه نښلول سوی وو چاودنه وسوه .
د راډيو مشر اغا شېر منار د چاودني هدف راډيو بولي خو چا ته پکښي مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
په چاودنه کي د راډيو د مشر موټر زيانمن سوی دی .
دا ډول بريدونه د بيان پر ازادۍ بريد دی او د بيان د ازادۍ دښمنان غواړي چي د رسنيو خوله چوپه وساتي .
د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټه پر ياده راډيو چاودنه په کلکو ټکو غوندي ، د بشري حقونو د نړيوال سازمان ، ولايتي ادارې ، د رسنيو د ملاتړ د ادارو او امنتي ارګانونو څخه غواړي چي د پيښي پلټه په شفاف ډول تر سره رسنيو ته معلومات ورکړي .
د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټه
( AJSC )