دخپریدو نیټه : 2015-10-23 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د سوریې په جګړه کې درې نور افغانان هم وژل شوي
احمد فیصل
راپورونه وايي چې د سوريې په روانو جګړو کې دری نور افغانان هم وژل شوي دي. ايراني رسنۍ وايي د سوريې په وروستيو جګړو کې پنځه ايراني او درې افغانان هم وژل شوي دي. خو سرچينې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، چې دا خلک څه ډول ، کله او په کومه سيمه کې وژل شوي دي. د يادونې ده چې تر دې مخکې هم د سوريې په جګړو کې يو شمېر هغه افغانان وژل شوي چې ایران د سوریې جګړې ته لېږلي دي. راپورونه وايي چې ايران افغانان د پنځو سوو ډالرو په بدل کې سوريې ته لېږي، څو ددغه هېواد د ولسمشر بشار الاسد په ملاتړ ددولت له وسله والو مخالفينو سره وجنګېږي.