دخپریدو نیټه : 2015-10-24 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
بلي لمبې
ډاکټر محمدآجان مرزی
باران پر غرو وريږي د توپان مستې څپې دي
پړکونه د تالندو برښنا ده د بادونو ولولې دي
جونګړې د بېوزلو واړه ډوبې شوې سېلاب کې
بیا ورځې د دردونو بيا د غم څه تورې شپې دي
پردیس کور ته روان قدم به ورو ږدي پر موړونو
آفت ته لاره لنډه د هجران کيسې اوږدې دي
مخ خړ شو د ګلابو د نرګس سترګې ړنډې شوې
انځور ښکلی ویجاړ شو اوس د بدو نندارې دي
بڼونه به ړنګېږي ورک به بوی شي د رېحانو
وزر د بلبل سوزي د سره اور بلې لمبې دي
نغمې د شپېلو نشته دښتې وچې او وېجاړې
نسيم د بهار ورک شو د رنځونو سلسلې دي
خندا ورکه له شونډو پر هر مخ اوښکې روانې
باغبان ژاړي له غمه د غاټولو جنازې دي
نه خوند پاتې په ميو نه تاثير ګورم دعا کې
مستي له غزل ورکه د دردونو ترانې دي