دخپریدو نیټه : 2015-10-24 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
وسله والو په بدخشان کې ۹ برمته کړي پولیس خوشي کړي
احمد فیصل
د بدخشان چارواکي وايي وسله واله طالبانو په دغه ولایت کې ۹ برمته کړي سرحدي پوليس خوشي کړي دي. چارواکي وايي دغه سرحدي پولیس طالبانو په وردوج ولسوالۍ کې نیولي وو. د بدخشان د امنیه قوماندانۍ له جنايي جرمنو سره د مبارزې عمومي مدیر امام علي عزیزي ویلي دغه ۹ پولیس یې د قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو طالب زندانیانو په بدل کې ازاد کړي دي. د عزیزي په وینا د بندیانو دغه تبادله په زیباک ولسوالۍ کې ترسره شوې ده.