دخپریدو نیټه : 2015-10-24 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
افغانستان له زمبابوې د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله
احمد فیصل
د نن ورځې په وروستۍ پای لوبه کې افغانستان په لومړي وار کولو زمبابوې ته د نهه لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۶ منډې هدف وټاکه، د افغانستان له لوري نبي عیسي خېل، نورعلي ځدران او اضعر ستانکزي تر ټولو ډېر منډې وکړې.سیالي لوبډلې دغه هدف پوره نه کړای شو او ټوله لوبډله په ۱۷۲ منډو وسوځېده.د افغانستان له لوري دولت ځدارن ډېر ښکلی بالینګ وکړ او د زمبابوې ۴ پیاوړي لوبغاړي يې وسوځول.ټاکل شوې چې افغانستان له دې لوبډلې سره دوه شل اوریزه سیالۍ هم ترسره کړي.