دخپریدو نیټه : 2015-10-24 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د غورماچ ولسوالي بېرته افغان ځواکونو ونیوله
احمد فیصل
افغان ځواکونو تر یوې سختې جګړې وروسته د فاریاب غورماچ ولسوالۍ له وسلوالو بېرته ونیوله. وسلوالو طالبانو تېره اونۍ د یوه پراخ برید په ترڅ کې دغه ولسوالي ونیوله او د امنیه قوماندان په ګډون یې یو شمېر سرتېري اسیران کړل، چې وروسته بیا و وژل. امنیتي چارواکي وايي چې دغه ولسوالۍ یې نن بېرته له وسلوالو ونیوله او وسله وال مخالفین یې پر شاتمبولي دي. د دې ولایت د والي مرستیال بریالی بشریار وايي امنیتي ځواکونه نن سهار د ولسوالۍ مرکز ته ننوتل او دغه سیمه اوس د دولت تر کنټرول لاندې ده.