را پورته شه افغانهٔ دا خوبونه دي نو ر بس دي
خلک تللي تر اسمانهٔ دا خوبونه دي نو ر بس دي
تر څو به ته ویده یی په مثال لکه د مړه یی
شولي پاتی تر کاروانهٔ دا خوبونه دي نو ر بس دي
نور د خوبه شه بیدار فکر وکړه شه هوښیار
عبرت واخله د جهانهٔ دا خوبونه دي نو ر بس دي
نن هر څه دي بدل شوي مړي هم را ژوندي شوي
تپوس وکا د شاوخوانهٔ دا خوبونه دي نو ربس دي
ستا وطن کښي دي کانونه د سرو زرو معد نونه
ته خبر نه یی د ځانهٔ دا خوبونه دي نو ر بس دي
که د یو نفر په سر یو نیالګی کاندو مونږ کر
دا وطن به شي ودانهٔ دا خوبونه دي نو ر بس دي
د (روغوال) دا نصیحت لږ شان واخله تري غبرت
ته په څه کم یی د چانهٔ دا خوبونه دي نو ر بس دي
جلا ل اباد
۱۳۹۲/۱۰/ ۲۹