دخپریدو نیټه : 2015-10-26 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
وکیلان: امریکا د ترهګرو د ملاتړکوونکو ملاتړ کوي
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپتاڼه
د ولسي جرګې غړي د امریکا له لوري د پاکستان لومړي وزیر ته د ښه راغلاست په غبرګون کې وایي چې دغه هېواد لا هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې صادق نه دی او پاکستان چې د ترهګرۍ اصلي ملاتړی دی، ترې ملاتړ کوي.
هغوی زیاتوي چې دغه هېواد باید یو انتخاب ولري، یا دې په سیمه کې د ترګرۍ ملاتړ کوي او یا د ترهګرۍ د قربانیانو.
په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي د حکومت د ناغېړۍ له امله په هېواد کې د لویې جرګې د رابللو غوښتنه کوي.
د ولسي جرګې په پروني بحث کې ډېری وکیلانو د سولې په برخه کې د امریکا او پاکستان پر نه صداقت نیوکه وکړه او د امریکا له لوري د پاکستان لومړي وزیر ته هرکلی غندي او وایي دغه هېواد په افغانستان کې د سولې ټینګښت په برخه کې ريښتینې اراده نه لري او له ترهګرۍ ملاتړ کوي.
د دغو وکیلانو اندېښنه دا ده چې ولې امریکا پر پاکستان فشار نه اچوي چې په افغانستان کې د لاسوهنو او د ترهګرۍ له ملاتړه لاس نه اخلي.
خو یو شمېر نور پر دې باور دي چې امریکا د افغانستان د سمون لپاره رښتینې اراده نه لري. هغوی د حکومت دننه د یوې رښتینې پالیسۍ پر نه شتون هم نیوکه کوي.
په همدی حال کی د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي شدیده نیوکه کوي چې حکومت په چارو کې پاتې راغلی او وایي لویه جرګه دې راوغوښتل شي.
د جرګې غړي وايي، ولسمشر او د حکومت چارواکو خپل ځانونه د کانګریټي دېوالونو ترشا پټ کړي او د خلکو ستونزو د حل لپاره هېڅ پلان نه لري او د هغوی بې کفایتۍ د خلکو او حکومت تر منځ فاصله ډېره کړې ده.